افغان مامورین د موبایل له لارې معاشونه غواړي

د خپريدو وخت: 10:26 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391
افغانۍ

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د ګرځنډه ټیلي فون له لارې د پیسو د لېږد په خوندي، په خپل وخت او په سمه ډول د رسولو ګټې لري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، د ګرځنډه تلیفیون له لارې د پیسو لېږدول به هم خوندي وي او هم بخپل وخت.

د ګرځنډه ټلیفیون له لارې د پیسو ترلاسه کول داسې دي، چې د مخابراتي شبکې لخوا به ټلیفون ته یو پیغام استولی کیږي او دغه پیغام به بیا له پېژند پاڼې سره یوځای د همدغې شبکې نږدې نمایندګې ته ورښوول کیږي او بیا به خپلې ځانګړې شوې پیسې ترلاسه کيږي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزیر امیرزی سنګین که څه هم د ګرځنډه ټلیفون له لارې د پیسو لېږد یوه خوندي لار ګڼي، خو ځینو ننګونو ته هم اشاره کوي:

''په افغانستان کې یوه ستونزه دا ده، هغه اېجنسی چې د پيسو د ورکولو وس ولري، نشته. بله ستونزه دا ده، چې په ممکن په دولت کې داسې کارکوونکي وي، چې نه غواړي دغه نوي خدمتونه وړاندې شي، ځکه دغه خدمتونه شفافیت راولي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت دنده ده، چې الکترونيکي حکومتداري، چې د مبایل خدمتونه يي جزء دی، وړاندې کړو، ځکه عام وګړو ته آسانتیاوې او د حکومت په کارونو کې شفافیت رامنځته کوي.''

ښاغلی سنګین دارنګه وايي، اوس مهال شا وخوا ۱۵ زره پولیس د ګرځنډه ټلیفdون دخدماتو له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي، چې په وینا يي په نږدې راتلونکي کې به دغه خدمتونه ټول افغانستان ته په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو ته وغځول شي.

د ښاغلي سنګین په وینا په افغانستان کې څلور مخابراتي خصوصی شرکتونه د ګرځنډه ټلیفون له لارې د پیسو د لېږد خدمتونه وړاندې کوي، چې د دغو خدمتونو په بدل کې ډېره لږه مالیه هم ګرځوي.

نوموړی وايي، اوس مهال په افغانستان کې نوي سلنه وګړي د م,بایل له خدمتونو ګټه اخلي.

په افغانستان کې د متحده ایالتونو نړېواله پراختیايي اداره له دغو مخابراتي شرکتونو سره د دغو خدمتونو د ودې لپاره مالي مرسته کوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د ګرځنډه ټلیفون له لارې د پیسو د لېږد خدمتونه په یوشمېر نورو هېوادونو لکه کینیا، فیليپين او هند کې په ډېر بریالیتوب سره وړاندې کیږي او تمه ښيي، چې په افغانستان کې به هم ښیې پایلې ولري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .