امریکا وايي افغانستان کې خپلې ۲۰۰ اډې تړي

د خپريدو وخت: 12:00 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

وړاندې هم د امریکايي پوځي چارواکو اعلان کړی و چې د ۲۰۱۱ د اکتوبر میاشتې راهیسې یې په افغانستان کې ۴۰۰ پوځي اډې تړلي او یا یې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.

امریکايي پوځي چارواکي وايي، په نژدې راتلونکې کې به په افغانستان کې ۲۰۰ نورې پوځي اډې هم یا وتړي او یا به یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تشکیلاتو مشر وايي چې په دغه اډو کی نا پوځي تجهیزات به په هغه صورت کې افغان دولت ته ورسپاري چې د امریکا پوځ او نورې ادارې ورته اړتیا ونه لري.

امریکا په افغانسان کې یوازې هغه نا پوځي تجهیزات افغان دولت ته سپاري چې د امریکا پوځ او د دغه هیواد نورې ادارې ورته اړتیا ونه لري.

په افغانستان کې د امریکا پوځ د تشکیلاتو عمومي مشر برید جنرال ستیفن شاپیرو په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په نږدې راتلونکې کې امریکا په افغانستان کې خپلې 200 نورې پوځي اډې هم تړي.

نوموړی په دې اډو کې د شته نا پوځي تجهیزاتو د برخلیک په اړه وايي:

''کله چې یوه پوځي اډه تړل کیږي او قومندان یې وايي چې هلته شته ناپوځي تجهیزات ورته په کار ندي نو بیا د هغه تجیزات یو لیست د امریکا اردو ته استول کیږي او کله چې اردو وواي چې دغو تجهیزاتو ته اړتیا نه لري نو بیا همدا لیست د امریکا نورو ایالتونو ته استول کیږي او کله چې هغوی هم ووایي چې دغو تجهیزاتو ته اړتیا نه لري نو بیا هغه تجیزات د افغانستان دولت ته ورکول کیږي.‎''

وړاندې افغانستان کې د امریکايي دايمي اډو په اړه اندېښنه وه.

ښاغلي شاپیرو دغه راز وویل، تر هره کچه چې افغان پوځیان امنیتي مسوولیتونه اخلي په هماغه اندازه امریکايي پوځي اډې به یا تړل کیږي او یا به افغان ځواکونو ته سپار کیږي.

نوموړي وايي، ټول هغه نا پوځي تجهیزات چې په امریکايي آډو کې دي د افغانستان د دفاع او د ماليي وزارتونو د پلاوي په حضور کې به افغان دولت ته وسپارل شي.

د دغه امریکايي جنرال په وینا تر اوسه تر درو زرو ناپوځي توکي افغان دولت ته سپارل شوي دی چې په ټولیز ارزښت یې درې میلیونه امریکايي ډالر کیږي.

ښاغلي شاپیرو د هغه ادعاوو په اړه چې ګواکي ځینې پوځې اډې له تجهیزاتو سره یو ځای ویجاړې شوي، وویل داسې هیڅ څه تر اوسه نه دي ویجاړ شوي چې د استعمال وړ وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .