د کابل ځینو ښاریانو د اوبو او برېښنا د وزیر پرضد احتجاج وکړ

د خپريدو وخت: 11:33 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391
په کابل کې مظاهره

د کابل ځینې اوسېدونکي شکایت لري چې په شته برېښنا کې دوی له برېښنا بې برخې دي.

په افغانستان کې چارواکي وايي په دغه هېواد کې د برېښنا د تولید او وېش زیاتولو لړۍ چټکه شوې ده.

د دوی په وینا په یو شمېر سیمو کې ځکه دغه لړۍ په پڅه پر مخ ځي، چې امنیتي حالت ښه نه دی او له همدې امله د برېښنا د وېش په وړاندې لا هم یو شمېر خنډونه شته.

بل لور ته د پلازمېنې کابل په ځېنو برخو کې، چې د برېښنا د وېش په وړاندې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه شته لاهم دغه اسانتیا نه شته.

د کابل په ختیځ کې د بت خاک او بګرامیو سیمو اوسېدونکي وايي په داسې حال کې د ژوند د نورو اسانتیاوو تر څنګ د برېښنا له اسانتیا بې برخې دي، چې په وینا يې د دوی کورونو ته څېرمه د برېښنا ستنې ولاړې دي.

د دې سیمو اوسېدونکو په داسې حال کې احتجاجي لاریون کړی و، چې په کابل کې د تودوخې کچه شپږدېرشو درجو ته رسېدلې وه. لاریون کونکو د کابل جلال اباد لویه لار تړلې وه او د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو په ضد يې شعارونه ورکول.

د سیمې اوسېدونکو راته وویل، د تېرو درې څلور کلونو په موده کې، څو ځله ورسره چارواکو ژمنه کړې، چې د دوﺉ کورونو ته به برېښنا ورکړي، خو تر اوسه پورې په دې لړ کې هیڅ هم نه دي شوي او له همدې امله دوﺉ اړ شول، چې سړکونو ته راووځي او احتجاج وکړي.

د سیمې اوسېدونکي او د احتجاج کونکو یوه تن مشر حاجي منجي راته وویل، چې تر هغې به یې احتجاج دوام لري، تر څو خپله اړوند وزېران د دوﺉ په سیمه کې پرمختیایي کارونه پیل نه کړي. د نوموړي قومي مشر په وینا د دوﺉ سیمې ته د کابل ښار ډېر کثافات وروړل کیږي، چې له امله يې د سیمې اوسېدونکي له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، خو په دې سربېره هم د دوﺉ په سیمه کې د کلینیک په شمول هیڅ ډول اسانتیا نه شته.

ګیله

د ده په وینا د سیمې اوسېدونکي د ملي شورا له غړو هم ګیله من دي او د دوی په خبره بیا به هېڅکله د ملي شورا اوسنیو غړو ته رایې ورنه کړي.

په داسې حال کې چې د کابل یو شمېر ښاریان د برېښنا د وېش په لړ کې د ناسم انډول له امله شکایت کوي او په احتجاج یې لاس پورې کړی، د اوبو او برېښنا د وزارت چارواکي وايي د کابل ټولو سیمو ته به د برېښنا رسولو لپاره وخت ته اړتیا ده، ځکه د دوﺉ په خبره دوﺉ په یو شمېر داسې پلانونو کار کوي، چې له بشپړېدو وروسته به يې ټول ښار او شاوخوا سیمو ته په بشپړ ډول برېښنا ورسیږي.

چارواکي وايي د باغدرې، سروبي او ګلبهار بندونو د ډیزاین چارې تر ډېره حده بشپړې شوې دي او په نږدې وخت کې به یي ودانیز کارونه هم پیل شی، چې له رغونې وروسته به يي د کابل ښار او خوا و شا سیمې د برېښنا له پلوه په ځان بسیا شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .