''داخلي توطیې د هلمند یوه پوسته کې ۱۰ سرتېري وژلي''

د خپريدو وخت: 05:08 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391

تر اوسه د دې پېښې پړه هم چا نه ده منلې.

د افغانستان سوېلي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت د واشیر ولسوالۍ په یوه پوسته کې د داخلي توطيې له کبله لږترلږه د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د هلمند ولایتي ویاند داود احمد بي بي سي ته وویل، پېښه تېره شپه د واشیر ولسوالۍ ګورازان پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی دا یوه داخلي توطيه وبلله او پېښه کې یې د څلورو نورو سرتېرو د ټپي کېدو خبره هم وکړه.

دی وايي چې برید کوونکو له ځانه سره ځینې وسایل او وسلې هم وړې د ي.

ښاغلي احمدي وویل، چې په وینا یې دښمن د مخامخ جګړې توان نه لري، او د توطیو له لارې جګړه کوي.

هلمندي چارواکي وايي چې په دې اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې پړه هم چا نه ده منلې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .