د کونړ دانګام قومي مشران د پاکستان بریدونو ته سره یو شول

د خپريدو وخت: 12:24 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391

دانګام د کونړ هغه ولسوالي ده چې دکونړ تر بلې هرې سيمې پر ډيرې پاکستانۍ مرمۍ راتوغول شوي.

دانګام، هغه ولسوالي ده، چې د تېر يو نيم کال راهيسې يې پر استو ګنو د چارواکو په وينا د پاکستان له لوري درانه ګوزارونه کيږي.

ددغې ولسوالۍ قومي مشران د خپلو سلګونه پلويانو سره د پاکستان بريدونو د مخنيوي او په دغې ولسوالۍ کې دسم سمکي راوستو په نيت سره جرګه شوي وو.

دوي دغې را ټوليدنې ته د ولسي پاڅون نوم ورکړى، دراټولو شوو يو مشر حاجي مزمن وايي هغسې چې د نورو بريدګرو پر وړاندې تش لاس راپاڅېدلي، دا وار به هم دخپلې خاورې ساتنه کوي.

حاجي مزمن وايي څو شپې وړاندې پر سرحدي پوليسو دبريد پر وخت ځاي استوګنو له پوليسو سره يوځاى ډګر ته وردانګلي وو.

وړاندې داسې اوازې وې وې چې ددانګام خلک به د پاکستان ملي انځورونو ته اور اچوي خو دغه کار يې ونه کړ.

ځينې ګډونوالو د پوليسو په شته والي کې وسلې هم راوړې وي او ويل ېې دبهرنې چپاوو پر وړاندې به ودريږي .

ددانګاميانو همدا راز دهغه څه پر وړاندې دپورته کيدو ويل ېې دوي ېې پخپله سيمه کې دپرمختيايي جارو مخنيوى او نا امني بولي.

مولوي شير محمد له هغه ځايه دپاڅون دمشورې ځاى ته راغلى وو چې څو ورځې وړاندې پکې پاکستاني او افغان پوله ساتي کيوتي وو.

مولوي شير محمد وايي دغونډې دپريکړې سره سم به ځينې ولسي پوستي جوړوي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي، خو دى له حکومته دوسلو غو ښتنه کوي.

دانګام د کونړ هغه ولسوالي ده چې دکونړ تر بلې هرې سيمې پر ډيرې پاکستانۍ مرمۍ راتوغول شوي.

دغې موضوع ددواړو هيوادونو تر منځ اړيکې نورې هم ترينګلې کړي،پاکستان تورلګوي چې افغانستان ددغه هيواد وسلوالو مخالفينو دخونديتوب اسانتيا برابر کړې او له هغه ځايه پر پاکستان بريدونه کوي،هغه څه افغانستان ېې داوبو خړول يادوي .

ددانګام خلکو په ننۍ ناسته کې همدا راز دهغه چا پر وړاندې دپورته کيدو خبره هم کړې چې دوي ېې پخپله ولسوالۍ کې دنا اراميو ډيرونکي بولي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .