ملي شورا د ملي پاڅونونو په اړه اندېښمنه ده

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391
ولسي جرګه

ولسي استازي وايي، د ملي پاڅونونو د ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره، دولت باید دغه پاڅونونه په سمه توګه کنترول کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي هغو کسانو اندېښمن کړي، چې د وسله والو طالبانو په ضد يې په پاڅونونو کې وسله پورته کړې ده.

یوشمېر ولسي استازي دغه پاڅونونه د دولت له پروګرامونو څخه بولي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته يې د ګواښوونکو پایلو په اړه اندېښنه لري.

په ولسي جرکه کې د بدخشان ولایت استازې فوزیه کوفي:

"بهترینه لاره د دښمن د وهلو او د بېګانه وایروس د ټکولو لپاره ملي پاڅون دی، خو وړاندیز مې دا دی، چې د افغانستان امنیتي ادارې د دغو پاڅونونو مدیریت وکړي او پرې نه ږدي، چې دغه پاڅونونه د بهرنیو استخباراتو په لاس کې ولولیږي."

شیر ولي وردګ

''دغه پاڅونونه چې پیل شوي، په اړه يي باید له دولت نه څو مهمې پوښتنې وشي، لومړی دا چې دوی ته څوک وسله ورکوي، پاڅون باید له شتو امکاناتو وشي، خو ګورو، چې دوی په پرمختللو وسلو سمبال دي. بله دا، چې که سبا د طالب په نوم کومه پدیده نه وي، نو آیا اوسنی دولت مو د دغې ډلې د کنټرول وس لري؟ آیا دوی د سیمې هېوادونو د استخباراتو د لاس وسیله نه کیږي او بېرته په موږ نه کارول کيږي؟ تاسو خلک په بشپړه توګه په وسلو سمبالوی، آیا بله ورځ، چې نړېوال ځواکونه په افغانستان کې نه وي، په کور کلي کې به مو بېرته جګړې نه پیلیږي؟ دې ټولو ته باید افغان حکومت څواب ووايي.''

که څه هم افغان حکومت په رسمي توګه د دغو پاڅونو ملاتړ نه دی تاييد کړی، خو یوشمېر ولسي استازي بیا دا د سیمې د هېوادونو د استخباراتو کار ګڼي.

خو د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي، که دغه پاڅونونه د یوشمېر ګوندونو له خوا رهبري شوي نه وي، نو د هرکلي وړ دي:

''هغه پاڅونونه، چې په افغانستان کې پیل شوي دي، منطق يي ښه دی، یعنې دغه پاڅونونه د هغه برید پروړاندې پیل شوی، چې د دوی بچیان يی وژلي دي. خو باید څېړنې وشي، چې دغه پاځونونه خود جوشه او مردمي پاڅونونه دي، که د سیاسي تنظيمونو لخوا يي ملاتړ کیږي، داسې نه چې تېره ترخه تجربه یو ځل بیا تجربه شي.''

بالاخره، یوشمېر ولسي استازي افغان حکومت ته وړانديز کوي، چې دغه پاڅونونه په سمه توګه رهبري کړي.

شکریه بارکزۍ

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي، که دغه پاڅونونه د یوشمېر ګوندونو له خوا رهبري شوي نه وي، نو د هرکلي وړ دي.

د ولسي جرګې بل غړی شېر ولي وردګ:

''بهترینه لاره د دښمن د وهلو او د بېګانه وایروس د ټکولو لپاره ملي پاڅون دی، خو وړاندیز مې دا دی، چې د افغانستان امنیتي ادارې د دغو پاڅونونو مدیریت وکړي او پرې نه ږدي، چې دغه پاڅونونه د بهرنیو استخباراتو په لاس کې ولولیږي.''

په دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پروړاندې ځینې کسان راپورته شوي دي.

هغو کسانو چې د و مخالفینو په ضد يې وسله اخیستې وايي، د وسله والو ناوړه چلند لکه، د ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو تړل او د بیارغونې د پروګرامونو د مخنيوي په بدل کې يې د مخالفینو په ضد وسله پورته کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .