د "غازي" امان الله خان قلم افغانستان ته وسپارل شو

د خپريدو وخت: 11:44 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391

حامد کرزي نوموړی قلم د هېواد یو ویاړ وباله او له ملي موزیم یې وغوښتل چې دا قلم پخپل موزیم کې ثبت کړي او په ساتنه کې یې ډېر پام وکړي.

دغه تاریخي قلم چې غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو اسناد ورباندې لاسلیک کړي و د نوموړي لمسي افغان حکومت ته ورکړ چې نن (دوشبنه د اګست ۲۷مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ملي موزیم ته وسپارل شو.

ولسمشر حامد کرزي دغه شاوخوا ۱۰۰ کلن قلم د افغان تاریخ یو ډیر ارزښنالیک اثر او د ملي ویاړونو برخه وبلله.

ولسمشر کرزي د ملي موزیم چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د یوه ستر تاریخي اثر په توګه د دغه قلم د ساتنې لپاره لارې چارې غوره کړي.

د غازي امان الله خان دا قلم د هغه د لمسي له لوري ملي موزیم ته ډالۍ شو.

افغان ولسمشر د غازي امان الله خان له لمسي څخه مننه وکړه چې دغه ارزښتناک قلم یې د افغانستان خلکو ته هدیه کړ.

ښاغلي کرزي وویل "د افغانستان خلک هیله لري او په دې باندې ډاډه هم دي چې دغه قلم به په ملي موزیم کې په ښه ډول وساتل شي او د افغانستان راتلونکي نسلونه او نړیوال به دغه قلم وګوري او د دې هېواد بچیان به په دغه موزیم کې د خپل هېواد د خپلواکۍ ارزښتونه وګوري او د هغه د ساتنې لپاره به هڅه وکړي چې هم هېواد خپلواک او هم پرمختګ وکړي، افغانستان په خپلو پښو ودریږي، خلک یې آرام ژوند ولري او د ډیموکراتیکو حکومتونو له لارې خپل راتلونکی جوړ کړي."

د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیې د خپل ځان او د خپل ورور احسان الله لخوا په دې باندې خوښي څرګنده کړه چې دغه قلم بېرته د افغانستان خاورې ته راوړل شو او هیله یې وکړه چې د دغه قلم په څېر د افغانستان نور ارزښتناک تاریخي اثار هم هېواد ته بېرته راوګرځول شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .