هرات د اوسپنې ویلې کولو فابریکه پرانیستله

د خپريدو وخت: 13:02 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391

په دې فابریکه کې ۳۰۰ کارګر کارکوي، چې ۵۰ یې بهرنیان دي.

د اوسپنې د ویلې کولو" کابل فولاد" فابریکه نن په رسمې توګه د هرات په صنعتي مېنه کې د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

اوس په دې کارځي کې د ۵۰ تنو بهرنيو کارپوهانو په ګډون ۳۰۰ تنه په کار بوخت دي.

چارواکي وایي دا فابریکه اوس په ورځنۍ توګه د سل ټنه تولید ظرفیت لري خو په راتلونکی کی به دا کچه تر زر ټنه پورته شي.

د افغانستان د سوداګری وزارت د دې فابریکې پرانیستل مهم پرمختګ بللی خو ویلي یې دي چې افغانستان په دې برخه کې دې ته ورته تر لسو زیاتو نورو کارځایونو ته هم اړتیا لري.

یوشمیر افغان پانګه والو هم په دې مراسمو کې له دولته غوښتنه کړې چې د پانګه والو د ملاتړ لپاره ډیر جدي او تازه اقدامات وکړي.

د "کابل پولاد" فابریکې د بنسټ ډبره شاوخوا دوه کاله وړاندې په هرات کې اېښودل شوې وه خو نن په رسمي توګه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

"د ټولو هغو څاګو څخه باید دولت ملاتړ وکړي چې په دې ډګر کې فعالیت کوي."

دا فابریکه اوس مهال په ورځ کې د سل ټنه انګلارن ګاډرو او نورو هغو وسپینزه توکو د ظرفیت تولید لري چې په ساختماني چارو کي کارول کیږي خو د فابریکې مشر عصمت وردګ وایي په پام کې ده چې د تولید د ظرفیت کچه یې په راتلونکې کي په ورځ کې تر ۱۰۰۰ ټنو پورې ورسیږي.

ښاغلی وردګ وایي: ''په دې کې اته میلیونه ډالره پانګونه شوې ده. او ۳۰۰ تنه کارګر په دې کارځي کې په کار په کار بوخت دي چې ۵۰ یې بهرنیان دي. زما پلان دا دی چې زه وکولی شم په راتلونکي کې د دې کارځي د تولیداتو کچه تر زرو ټنو پورته کړم.''

ښاغلی وردګ وایي په دې وروستیو کې یې د دولت سره تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې دا فابریکه کولی شي ټولې هغې زړې وسپنې او ویجاړ شوی ټانګونه او وسایط چې په هرات کې شته د خامو توکو په توګه وکاروي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي د دې کارځي برانیستل یو مهم پرمختګ بولي خو وایي افغانستان ډیرو نورو داسی فابریکو ته هم اړتیا لري.

په هرات کې سیمه ییز پانګه وال وایي دوی یوازې هغه مهال د ګاونډي هیوادونو سره د صنعت په ډګر کې سیالۍ کولی شي چې د دولت له دوی سره هیڅ ډول سره ونه سپموي.

ښاغلی احدی وایي: ''دا ډیر اهمیت لري. زموږ په تحلیل افغانستان په کال کې د ۶ یا ۷ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د وسپنې مال راځي او زموږ داخلي تولید ډیر کم دی. د دوی [د فابریکې چارواکو] د اټکل په اساس دوی په کال کې ۲۴ یا ۲۵ زره ټنه تولید کوي . زموږ هیله دا ده چې قیمت به یې هم یوڅه ښه وي او حکومت به هم یوڅه مرسته ورسره وکړی او شته زړه وسپنه به دوی ته ورکړي. موږ دی ډول لسو او تر لسو زیاتو داسې نورو فابریکو ته اړتیا لرو.''

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د صنایعو د څانګې مرستیال بازمحمد وایي: ''د ټولو هغو څاګو څخه باید دولت ملاتړ وکړي چې په دې ډګر کې فعالیت کوي. دولت باید حمایوي تعرفې ورته جوړې کړي او کریدت ورکړل شي. افسوس هرچا چې تراوسه په افغانستان کې پانګونه کړې له خپل ځواکه یې کړی او دولت همکاري نه ده ورسره کړې.''

د هرات په صنعتي مېنه کې په تیرو لسو کلونو کې په سلګونو فابریکې فعاله شوې دي خو یوشمیر فابریکو د څو موده فعالیت وروسته بیرته له کاره لاس اخستی.

په هرات کې سیمه ییز پانګه وال وایي دوی یوازې هغه مهال د ګاونډي هیوادونو سره د صنعت په ډګر کې سیالۍ کولی شي چې د دولت له دوی سره هیڅ ډول سره ونه سپموي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .