مزار کې ولې د ایراني دپلوماتانو په نامه سړک نومول شوی؟

د خپريدو وخت: 12:04 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391
مزار

سيد مخدوم رهين چې د ولسي جرگې کلتوري جرگگۍ ته وربلل شوى ويې ويل چې ددوى د وسمهالي کړنلارې له مخه دغه راز نومونې بايد د هغو افغانانو په نومونو وشي چې له انگليسانو څخه د خپلواکۍ د اخیستلو تر مهال پورې ژوندي وو.

له اوس نه څوارلس کاله مخکې د همدې مياشتې يانې اگست پر اتمه نيټه وسلوالو طالبانو مزار شريف ښار له خپلو مخالفانو څخه ونيو، چې پر همدې ورځ په ياد شوي ښار کې د لسو تنو ايراني ديپلوماتانو د وژنې خبر هم خپور شو.

څوارلس کاله وروسته هم د اگست په مياشت کې داسې راپورونه خپاره شو،چې د بلخ سميزو چارواکو په ياد شوي ښار کې د ابو مسلم خراساني سړک د وژل شويو ايراني ديپلوماتانو په نامۀ ونومول شو.

د يو شمير رسنيو د راپورونو له مخه سیمه یيزو چارواکو ويلي وو چې دا چاره يې د ايران حکومت په غوښتنه تر سره کړې ده.
ددې خبر خپريدو د افغانستان په ملي شورا کې تاوده بحثونه راوپارول.

په پيل کې د څو ورځو لپاره د ولسي جرگې غړو پر دې کړنه خورا سختې نيوکې وکړې، د يوه غږ به يې واورو:

((په مزار شریف کې د وژل شوو مجاهدینو په نامه واټونه نومول شوي، ایران خود دا کار کوي، تاسې ګورﺉ چې ایران کې زموږ افغانان د جمعې لمانځه، دیني مدرستو او دارالحفاظونو ته اجازه نه لري، ایا د شرم خبره نه ده چې د هغوی د جاسوسانو په نامه موږ خپل واټونه نوموو؟))

پرون بيا د ولسي جرگې کلتوري جرگگۍ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سيد مخدوم رهين ور بللى و چې ددې خبرې تر څنگ ځينو نورو پوښتنو ته هم ځوابونه ووايي.

د ياد شوي کميسیون مشر کمال ناصر اصولي د مزار د سړک د نومونې خبره په دې ټکو سره راپورته کړه:

((اوس هم ځینې سفارتونه په بېلابېلو لارو هڅه کوي چې افغانان بې اتفاقه کړي، دغه سفارتونه د قومونو په نامه تحصیلي بورستونه ورکوي، چې خپل پلویان په راتلونکې کې ډېر کړي. تاسې ګورﺉ چې ځینې سیاسي حلقې افغانستان کې د جاسوسانو په نامه کوڅې او سړکونه نوموي.))

په ځواب کې ښاغلي رهين وويل له دې نه دی خبر چې گواکې په مزار شريف کې د ابو مسلم خراساني سړک د ايراني دېپلوماتانو په نوم نومول شوى.

"ځینې وخت کېدای شي چې د معاوضې په توګه دا کار وشي، لکه دلته چې د اتاترک په نامه موږ دلته یو سړک لرو، د شاه امان الله په نامه یو سړک لرو او د اندرا ګاندهي په نامه هم څه لرو"

نوموړي وويل هله په افغانستان کې يو سړک د بل هيواد د وگړو يا وگړى په نوم نومول کېدى شي چې په بدل کې هغوى هم يو سړک د چا افغان په نوم ونوموي:

((ځینې وخت کېدای شي چې د معاوضې په توګه دا کار وشي، لکه دلته چې د اتاترک په نامه موږ دلته یو سړک لرو، د شاه امان الله په نامه یو سړک لرو او د اندرا ګاندهي په نامه هم څه لرو.))

ښاغلي رهين وويل چې د اطلاعاتو او کلتور د نومونو د کړنلارې له مخه يوازې د هغو خلکو په نومونو نومونې کولاى شي چې د افغانستان د خپلواکۍ يانې د امان الله خان تر مهاله يې ژوند کړې وي.

وايي له دې مخه چې د خپلو نوموتو څيرو په نومونو د سړکونو نومونې ناشونې دي نو نورو ته به څه پاتې شي،ښاغلي رهين وويل دا کړنلاره يې ځکه جوړه کړې چې گواکې يو به راځي او وايي به چې زما ورور ډير لوى مجاهد و، بل به وايي زما ورور ښه چارواکي و بايد چې يو څه يې په نوم شي.

خو د ولسي جرگې د کلتوري کميسون تر غونډې وروسته د بلخ ولايت يو ه اعلاميه خپره کړه او ويي ويل دا چې ايران په تهران کې يو سړک د پخواني جنګي قومندان احمد شاه مسعود په نامه نومولى نو دوى هم ورته گام پورته کړ او مزار ياد شوى سړک يې د ايراني ديپلوماتانو په نوم ونوموۀ.

خو د ا خبره لاهم پر ځاى ده چې نومونې په پاى کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا کيږي خو وزير يې وايي پر دې اړه معلومات نه لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .