له ملي اردو سره د ژمنو نه پوره کول د بریدونو لامل ګرځي

د خپريدو وخت: 12:11 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391
افغان پوځيان له امریکايي عسکرو سره په ګزمه کې

د افغانستان دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې د اورپکو نفوذ لوی سرخوږی ورته جوړ کړی دی.

په روان کال د افغان پوځیانو له خوا او یا د افغان پوځیانو په جامه کې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو پېښې تر دېرشو اوړي چې له امله لسګونه بهرنيو عکسرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان څېړنیز او مشورتي مرکز مشر او د چارو شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي ددغو پېښو یو عمده لامل له افغانانو په تېره بیا له ملي اردو سره د بهرنیانو د ژمنو او مرستو نه پوره کول دي.

بهرنیانو هغه شان یې چې د افغانستان د خاورې بشپړتیا د ساتلو ژمنه کړې وه، پام نه ورته کوي.

ښاغلی ځواک یې ښه بېلګه پر کونړ ولایت توغندويي بریدونه یادوي چې بهرني ځواکونه یې په وړاندې پټه خوله پاتې دي، او دده په وینا دا پر بهرنیانو د افغانانو د بې باورۍ لامل کیږي:

''تر یو نیم کاله ډېره موده وشوه چې د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان پر خاورې پرله پسې بریدونه کیږي. خو ناټو او د امریکا سفارت هغه ډېر لوړ اقدام ددغو بریدونوغندل وو.

غندل څه مانا لري؟ د افغانانو تمه خو دا وه چې د افغانستان په ساتلو کې له دوی سره مرسته وکړي، چې دا مرسته نه کوي نو په افغانستان کې د بهرنیانو د شتون د مشروعیت په تړاو پوښتنې راپورته کیږي''.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د افغان او بهرنیو پوځیانو تر منځ بشپړ باور خبر کوي.

د جنرال دولت وزیري په وینا د جلب او جذب په بهیر کې کمزوري، په پوځ کې د استخباراتي او کشفي ادارو کمزورتیا او یا نه شتون، د مخالفینو فعالیت، رواني ناروغۍ او بې وزلي ددې لامل شوي وو چې افغان پوځیان پر بهرنیانو بریدونه وکړي. خو اوس دوی ددغو ستونزو له منځه وړلو ته پوره پام کړی دی.

"زه له هیچا دا نه پټوم د سیمې استخبارات پوره هلې ځلې او کار کوي چې زموږ ملي اردو له رېښې نه له منځه یوسي. د سیمې استخبارات نه غواړي چې موږ یوه ځواکمنه اردو ولرو. نو له همدې امله کوښښ کوي چې په ملي اردو کې نفوذ وکړي."

دولت وزیري

ښاغلي وزیري دغه راز د سیمې او پر ګاونډیو هېوادونو تور ولګاوه چې نه غواړي افغانستان یوه منظمه اردو ولري، نو له همدې امله د هغې د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي:

''زه له هیچا دا نه پټوم د سیمې استخبارات پوره هلې ځلې او کار کوي چې زموږ ملي اردو له رېښې نه له منځه یوسي.
د سیمې استخبارات نه غواړي چې موږ یوه ځواکمنه اردو ولرو. نو له همدې امله کوښښ کوي چې په ملي اردو کې نفوذ وکړي''.

وړاندې تر دې د افغان پوځیانو له خوا پر بهرنیو عسکرو د بریدونو په تړاو د مخالفینو نفوذ، فرهنګي توپیرونه، رواني ناروغۍ، عقیدوي مسالې او نور لاملونه په ګوته شوي دي خو دا لومړی ځل دی چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغانستان پر خاورې د تیري په وړاندې د بهرنیانو پټې خوله پاتې کېدلو موضوع راپورته کیږي، چې د شنونکو په آند له امله یې د افغان او بهرنیو پوځیانو تر منځ یې د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .