د غزني د ولايتي شورا رییس ووژل شو

د خپريدو وخت: 17:14 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

قاضي صاحب شاه پخوا د افغانستان د اسلامي وحدت حزب له جهادي قومندانو څخه وو.

د غزني ولایت والي بي بي سي سره په خبرو کې وویل د غزني د ولايتي شورا رييس قاضي صاحب شاه چې د کور په لور روان و د نامعلومه وسلوالو په بريد کې ووژل شوو.

ځینې رپوټونه وايي چې په پېښه کې د نوموړي د ترور زوی هم وژل شوی او دوه ساتونکي يې ژوبل دي.

یو عیني شاهد رسنیو ته ویلي “درې کسان چې پلي روان وو د ولايتي شورا د ريس پر موټر ډزې وکړې. وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته راورسېدل او له وسلوالو کسانو سره يې د يو څه وخت لپاره نښته وکړه.”

ویل کېږي چې بریدګر په تېښته بریالي شوي او ویل کېږي چې امنیتي ځواکونو په سمیه کې پلټنه پیل کړې.

د طالبانو په ېوې خپرې شوې اعلامیه کې د برید پړه پر غاړه اخیتسې ده.

قاضي صاحب شاه پخوا د افغانستان د اسلامي وحدت حزب له جهادي قومندانو څخه وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .