په افغانستان کې د سوال کولو لپاره له ماشومانو ګټه اخېستل کیږي

د خپريدو وخت: 08:49 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391
سوالګره

سوالګرې ښځې مني چې په دې توګه دوﺉ د خلکو پام ځان ته اړوي.

دافغانستان په شمال کې دبشري حقونو خپلواک کمېسیون دهغو ماشومانو په اړه اندېښنه ښولې چې ویل کیږي، د دروېزې کولو لپاره ورنه کار اخیستل کیږي.

دوﺉ وايي د دغو ماشومانو ته د بې هوښه کولو لپاره نشه کونکي مواد هم ورکول کیږي.

دبلخ ولایت دټولیزو چارو ریاست بیا ویلې چې دوې ددغو ماشومانو او ښځو دساتنې امکانات لري، خو واېې هغه کسان چې له ماشومانو نه دسوالګرۍ لپاره ګټه اخلي چمتو نه دي چې خپل ماشومان دوﺉ ته وسپاري.

د مزارښار په یو شمیر برخو کې داسې ډېرې سوالګرې ښځې لیدل کیږي، چې دسړکونو ترڅنګ ېې په پلې لارو کې خپل ماشومان پریستي وی چې دناوړه وضعیت په لیدو یې دخلکو احساسات را پاریږی.

دمیرمنو مخ ته دغه ماشومان چې له یوه کال تر ۱۲ کلنو نجونې او هلکان وې ټوله ورځ بې هوښه پراته وي .

سوالګرې ښځې مني چې په دې ډول دوﺉ د خلکو پام ځان ته اړوی چې پری ورحمیږی او څه ورکړی. یو شمیر مزار ښاریان دغه ډول دروېزه کول له چل او فریب نه ډک کار بولي او له دولت نه ېې دمخنیوي کولوغوښتنه کوي.

دځوانانو دیوې فرهنګې ټولنې غړی راز محمد واېې چې دغه ډول وضعیت دمزار شریف ښکلا او ټولنیز رنګ ته زیان اړوي.

دافغانستان په شمال کې دبشری حقونو خپلواک کمیسیون مشر سید محمد سامع له بی بی سی سره په خبرو کې له ماشومانو څخه د دروېزې کولو لپاره په ډیریدونکې ګټه اخېستنې اندیښنه وښوده .

ښاغلی سامع واېې: دافغان دبشری حقونو خپلواک کمیسیون او نوری هغه ټولنې چې دماشومانو له حقونو ددفاع په برخه کې کار کوی یوه اندیښنه یي دماشومانو او له هغوی نه دناوړه ګټې اخېستنې په اړه ده. د ده په وینا دوﺉ ته معلومه شوې ده، چې دغو ماشومانو ته مخدرات ورکول کیږی چې داوږد مهاله بی هوښۍ ترڅنګ دهغو دبدن دځینو غړو دفلج کیدو او په نشو دروږدي کېدو سبب کیږي او په دې توګه ورڅخه یو ناوړه انسان جوړیږي.

"دافغانستان په شمال کې دبشری حقونو خپلواک کمیسیون مشر سید محمد سامع له بی بی سی سره په خبرو کې له ماشومانو څخه د دروېزې کولو لپاره په ډیریدونکې ګټه اخېستنې اندیښنه وښوده ."

دبلخ ولایت دټولیزو چارو د ادارې مشره ګلالې هوتګ واېې چې سوالګرې ښځې له ماشومانو نه په ګټې اخېستنې سره پېسې ګټي .

( هغه سروی چې مونږ کړی ځینې مېندی خپل ماشومان بی هوښه کوي او له دی لاری ډیرې پېسې ګټي ، موږ له دغو ښځو څو ځله وغوښتل چې خپل ماشومان موږ ته راکړي چې خواړه ورکړو، ان تر اتلس کلنۍ پورې یې په روزنتون کې وساتو او لیک لوست هم ورزده کړو او دغه راز يې مېندې هم دمزار شریف په مرستون کې اوسیدلای شي خو دغه سوالګری دی کار ته نه چمتو کیږي )

له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه په ماشومان جنسي تیري، په ماشومانو ددرنو کارونو کول او دماشومانو قاچاق په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولنو لپاره داندیښنې وړ موضوعاتو څخه شمېرل کیږی. د دروېزې لپاره د یوې وسیلې په توګه له ماشومانو څخه ګټه اخېستل هم له دغو ستونزو څخه یوه ده، چې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د ټولنیزو چاروماهرین دماشومانو ددغه ډول حالت لوی سببونه، فقر، بیسوادي، د ښځواونارینه وو لپاره دمناسب روزګار نشتوالي بولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .