افغانستان کې پنځه استرالیايي پوځیان ووژل شول

د خپريدو وخت: 12:21 گرینویچ - پنجشنبه 30 اگست 2012 - 09 وږی 1391
استرالیا

یوه سړي چې د ملي اردو دریشې یې اغوستې وه استرالیايي پوځیان په ډزو ووېشتل

امنیتي چارواکي وايي په دوو جلا پېښو کې پنځه تنه استرالیايي پوځیان و وژل شول.

تېره ورځ درې تنه پوځیان په روزګان ولایت کې د یوه کس له خوا چې د افغان پوځ جامې یي اغوستې وې په ډزو ووژل شول. په دې پېښه کې دوه پوځیان هم ټپیان شوي وو.

د افغان ځواکونو له خوا پربهرنیو ځواکونو د بریدونو په لړۍ کې دا وروستۍ پېښه ده.

بل لور ته په هلمند کې د یوې چورلکې د غورځېدو له امله دوه تنه نور استرالیايي پوځیان هم وژل شوي.

د استرالیا لومړۍ وزیرې ګیلارډ چې په کوک ټاپو ګانو کې یوه غونډه نیمګړې پرېښوده وویل په یوه داسې جګړه کې چې له زیانونو ډکه ده دغه زموږ لپاره په افغانستان کې تر ټولو زیانمنونکې ورځ وه.

ولسمشر حامد کرزی دا پېښه په کلکه غندلې او دا يې د هغه چا کار بللی چې نه غواړي افغانستان د ځواکمن ملي ځواک خاوند شي.

د ارګ نه په خپرې شوې خبر پاڼه کې دا هم راغلي چې له څه کم درېيو لسيزو راهيسې ځينو بهرنيو کړيو په منظم ډول دا هڅې کړي دي چې افغانستان په خپلو پښو ولاړ او پياوړې پوځ ونه لري.

کابل کې د بي بي سي همکار کوینتین سومیرویلې وايي ناټو مقامات ټینګار کوي چې په افغانستان کې یې ستراتیژي په سم لوري روانه ده خو د پلان یوه مرکزي ټکی يي دا دی چې بهرني پوځیان به تر اوږدې مودې پورې له افغانانو سره اوږه په اوږه د افغان پوځیانو د روزنې په برخه کې کار وکړي.

اروزګان ولایت کې د استرالیايي ځواکونو ۱۵۰۰ تنه سرتېري د ناټو د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې کار کوي

نوموړي زیاتوي د افغان سرتېرو له خوا په خپلو بهرنیو همکارانو د وسله والو بریدونو ډېرېدونکي شمېر ته په کتو دغه ډول څرګندونې حقیقت ته ډېرې نژدې نه بلل کیږي.

بل لور ته د ایساف ځواکونو یوه ویاند وویل د افغان سرتېرو لخوا په بهرنیو ځواکونو د بریدونو په اړه څېړنه دوام لري. د نوموړي په خبره د هغه بریدګر سړي د نیولو لپاره لټون پیل شوی دی چې د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

په اروزګان ولایت کې د استرالیايي ځواکونو ۱۵۰۰ تنه سرتېري د ناټو د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې کار کوي. او له ۲۰۰۲ کاله راهیسې په افغانستان کې د استرالیا ۳۸ تنه پوځیان وژل شوي دي.

ناټو ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه له وتلو مخکې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

استرالیا چې د افغانستان سره یې ستراتيژیک تړون لاسلیک کړي ژمنه کړې چې د افغانستان د امنیت، پرمختیا او ښې حکومت ولۍ په برخو کې به خپلې مرستې غځوي. او د تړون له مخې به استرالیا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په امنیتي، ترهګرۍ ضد مبارزه او د نشه يي توکو دقاچاق د مخنیوي په برخو کې همکاري کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .