حقاني شبکې په اړه رپوټ کانګرس ته وړاندې کیږي

د خپريدو وخت: 06:35 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391
حقاني

امریکايي ورځپاڼې: د تروریستي ډلو په نوملړ کې د حقاني شبکې د نوم شاملولو په اړه امریکايي مقامات زړه نازړه دي.

د امریکاد متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلېنټن ویلي، په ټاکلي وخت به هغه رپوټ کانګرېس ته وړاندې کړي، چې ایا حقاني شبکه تروریستي ډله وبلل شي او که نه.

نوموړې دغه خبره په کک ټاپو کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړه. مېرمن کلینټن وویل:

"د امریکا د کانګرس له غوښتنې سره سم به د سپتامبر په نهمه نېټه دغه رپوټ وړاندې کړي".

د یادونې ده، چې تېره میاشت د امریکا مجلسونو د یوه قرارداد په وسیله حقاني شبکه تروریستي سازمان بللی و.

د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلېنټن ته دا هم ویل شوي و، چې باید د سپتمبر د میاشتې تر نهمې پورې د حقاني شبکې په اړه خپل حتمي رپوټ وړاندې کړي، چې دغه ډله د تروریستي سازمانونو په ډله کې شامله کړل شي او د امریکا د حکومت له خوا په دې اړه رسمي اقدامات وشي.

د یادونې ده، چې د حقاني شبکې یو شمېر مشران له مخکې نه تروریستان بلل شوي دي.

بل لور ته د امریکا د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه امریکايي چارواکي زړه نازړه دي.

حقاني شبکه

.

دغه ورځپاڼې وايي، په دې اړه د ولسمشر اوباما د ادارې غړي یوه خوله نه دي.

نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ د خپلو سرچېنو په حواله د دې کار دوه بنسټیز سببونه په ګوته کوي.

یو دا چې د اوباما ادارې غړي پوښتنه کوي، چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د حقاني شبکې له شاملېدو سره به له پاکستان سره په اړیکو څه ډول اغېز وشي او دوهم دا چې د دغه کار په نتېجه کې به له ‌طالبانو سره په خبرو اترو څه ډول اغېز وشي.

د امریکا ورځپاڼو کښلي دي، چې هغه کسان چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د حقاني شبکې د شاملولو مخالفت کوي، داسې دلیل وايي چې په دې توګه به له پاکستان سره اړیکې بیا خراب شي، چې په دا وروستیو کې د ناټو اکمالاتي لارو له پرانېستل کېدو وروسته کرار کرار په ښه کېدو دي.

د امریکا ورځپاڼې دا هم وايي چې دوهمه مساله چې په دې لړ کې يي یادونه کیږي داده، چې که د حقاني شبکې نوم د تروریستي ګروپونو په نوملړ کې شامل شي، د طالبانو د هغو ګروپونو غبرګون به څه وي، چې له امریکا سره د خبرو اترو په وسیله د ټولې ستونزې د هواري لپاره مرسته کوي.

اعتراض کونکي امریکايي مقامات وايي، دوﺉ شاید له مذاکراتو په شا شی، چې په پایله کې به په افغانستان کې د امریکا لپاره مشکلات نور هم ډېر شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .