د سنګسار پېښې تر شا مشکوک قوماندان نیولی شوی

د خپريدو وخت: 19:25 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

د کندوز د پولیسو قوماندان زیاته کړه، چې دوه کاله وړاندې طالبانو د همدغه طالب قوماندان په امر یو سړی او ښځه له خپلو کورونو د تښتېدو په تور سنګسار کړي وو.

د افغانستان امنیتي ځواکونه وايي، د افغانستان په شمال کې یې د طالبانو یو مهم قوماندان نیولی دی.

د کندوز ولایت چارواکي وايي، د قاري نیاز محمد په نامه دغه سړی د افغانستان په شمال کې د تاوتریخوالي په یو شمېر سترو پېښو کې د لاس لرلو په تور تورن دی.

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دوه کاله وړاندې طالبانو د دشت ارچي په سیمه کې یو سړی او ښځه د همدغه قوماندان په امر سنګسار کړي وو.

د کندوز ولایت د امنیې قوماندان سمیع الله سمیع الله قطره خبریالانو ته وویل، چې قاري نیاز محمد دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت په خان اباد بندر کې ونیول شو.

ښاغلي قطره وویل، چې د وسله والو دغه قوماندان په څلورو شمال ختیځو ولایتونو کندوز، بدخشان تخار او بغلان کې د دغې ډلې مشري کوله او د دوی په خبره د هېواد په شمال کې د تاوتریخوالي په یو شمېر سترو پېښو کې یې لاس لاره.

د کندوز د پولیسو قوماندان زیاته کړه، چې دوه کاله وړاندې طالبانو د همدغه طالب قوماندان په امر یو سړی او ښځه له خپلو کورونو د تښتېدو په تور سنګسار کړي وو.

د چارواکو په خبره، دغه سړی او ښځه له سنګسارېدو وړاندې پاکستان ته تللي وو او له یو بل سره یې واده کړی وو.

کله چې د دوی کورنیو اعلان وکړ، چې د دوی په واده راضي دي، دوی بېرته کندوز ته راوګرځېدل.

خو چارواکي زیاتوي، چې له راستنېدو وروسته دوی دواړه د طالبانو لخوا د دشت ارچي په سیمه کې د ټولو په مخ کې سنګسار شول.

د کندوز د امنیې قوماندان همداراز زیاتوي، چې قاري دین محمد د تاوتریخوالي د ځینې نورو پېښو تر څنګ د دشت ارچي ولسوالۍ د سرشمېرنې د ثبتولو په اداره کې په یوه چاودنه کې هم لاس لاره، چې په یاده پېښه کې ګڼ کسان وژل شوي وو.

ښاغلي قطره وویل، چې د طالبانو دغه قوماندان اوس مهال د کندوزله امنیتي ځواکونو سره په بند کې دی

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .