طالب جنګیالی مینې ته مات شو

د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391
عبدالله

عبدالله افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ سره له طالبانو سره یوځای شو.

د افغانستان معاصر تاریخ شاید په لوېديځ هرات ولایت کې د عبدالله په نامه د یوه کس، چې په چرسي یې هم شهرت درلود، تکرار شي.

په داسې ښار کې چې یوازې د جهاد موزیم ته یې ځای ورکړی، عبدالله په لوېديځه حوزه کې د جهاد د وخت د یوه مشر اسماعیل خان یو جګپوړی قومندان وو.

که څه هم په ۹۰مه لسیزه کې عبدالله "چرسي " د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پام وړ غړی نه وو، خو تر اړدوړ او افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ وروسته عبدالله له طالبانو سره یوځای شو، خو لږ وخت وروسته بېرته حکومت ته واوښت.

اوس نوموړی هڅه کوي، چې خپل پخواني ملګري او جنګیالي هم له غرونو راکوز او له حکومت سره یې یوڅای کړي.

لکه څنګه چې دی وايي، له طالبانو سره د هغه یوځای کېدل عقیدوي انګیزه نه لرله، بلکې امنیتي لامل وو، داسې چې په سیمه کې ناامني اوج ته رسېدلې وه، طالبانو پوره امنیت راوستلی وو.

اوس، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش په نژدې کېدا دی، عبدالله وايي چې د لا ډېرې پیاوړتیا احساس یې غښتلی شوی دی: "تر هغه چې بهرنیان له دې هېواده وځي، موږ به خپل هېواد پخپلو لاسونو ټینګ وساتو. "

د عملیاتو پیل

"د اوبو څنډې ته یې بوتلم، پښې او لاسونه مې یې وتړل، سترګې مې یې پټې کړې، او سخت یې ووهلم. ان تر هغه یې ووهلم چې وینې راباندې راماتې شوې."

عبدالکریم

عبدالله پوهېږي چې د پخوانیو مجاهدینو درې ډرلې شته، چې له هرې یوې سره اوس سلګونه جنګیالي یوځای شوي، خو وايي چې د هرې ډلې جنګیالي اوس له حکومت سره د یوځای کېدو په درشل کې دي.

وروسته تر هغه چې عبدالله طالبان پرېښودل، وايي چې جنګیالي یې (چې له دولت سره په رسمي توګه ثبت نه دي) له حکومتي ځواکونو سره اوږه- په اوږده د طالبانو پرضد جنګېږي.

اوس عبدالله له حکومت سره یوځای شوی، چې د خپل تاریخ پاڼه واړوي، او هغه هم کله چې د هرات ولایت په یوه سرحدي سیمه کې د پولیسو د یوې ډلې مشري ورپرغاړه شوه.

نوموړی وايي: "ما د قانون خلاف هېڅ کار نه دی کړی، له طالبانو سره غرونو ته د امنیتي لاملونو له کبله ولاړم، خو په کلیو کې مې ماینونه نه دي خښ کړي او یا دا چې کوم ځانمرګی برید چېرې وکړم، لکه دوی یې چې کوي. "

د ځورونې ادعاوې

که څه هم عبدالله اوس ډېر ملاتړي لري، خو د سره صلیب یو کارکوونکی عبدالکریم ادعا لري چې د عبدالله جنګیالیو هغه مهال چې له طالبانو سره و، سخت شکنجه او ځورولی دی.

عبدالکریم وايي، چې جنګیالیو دوه ځلې سخت ګواښلی او څو ځلې یې ترې د سونګ توکي په زور اخیستي دي.

عبدالکریم

عبدالکریم وايي: ''عبدالله باید د پولیسو مشر نه، د پند لپاره اعدام شي.''

عبدالکریم زیاتوي: "د اوبو څنډې ته یې بوتلم، پښې او لاسونه مې یې وتړل، سترګې مې یې پټې کړې، او سخت یې ووهلم. ان تر هغه یې ووهلم چې وینې راباندې راماتې شوې."

نوموړی وايي، عبدالله باید د پولیسو مشر نه شي، بلکې په وینا یې "د عبرت لپاره باید اعدام شي."

خو عبدالله پرې د شکنجې دغه ادعاوې ردوي او وايي چې عبدالکریم باید دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوی وای"، هغه دولت چې اوس عبدالله ورسره یوځای شوی دی.

له حکومت سره د طالبانو د یوځای کېدو لړۍ د یوه برتانوي جنرال ډیویډ هاک تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

هاک وايي، د هڅونې په خاطر دغو مخکنیو جنګیالیو ته د عامې بښنې اعلان شوی، هغه هم چې خطرناک جرمونه ونه لري.

'زه یا طالبان'

په هغو مراسمو کې چې په غور ولایت کې د بي بي سي خبریال هم ګډون په کې کړی وو، ګڼو هغو سپین ږیرو شرکت په کې کړی وو، چې کورونو کې یې زړې وسلې لرې، او حکومت ته یې تسلیم کړې.

دوی له طالبانو سره هېڅ تړاو نه درلود.

یوه قومي مشر په هرات ولایت کې د یوه غیر معمول دلیل له طالبانو جلا شو.

دغه سړي غوښتل چې له یوې نجلۍ سره واده وکړي، خو نجلۍ یو پیغام او غوښتنه ورته لرله، هغه دا چې 'یا به ما انتخابوې، او یا طالبان'.

عبدالبصیر

عبدالبصیر د هغه ښوونځي مدیر ته خپله وسله تسلیم کړه، چې راتلونکې ښځې یې سبق په کې وایه.

د بصیر احمد په نامه دغه سړی د طالبانو یو جنګیالی وو، چې ارمونیه هم غږولی شي او د مینې سندرې وايي.

نوموړی هم په سیمه کې له خپل ځان د خوندي ساتلو له کبله له طالبانو سره یوځای شو وو. نوموړي خپله وسله د هغه ښوونځي مدیر ته تسلیم کړه، چې دغې نجلۍ درس په کې وایه.

خو اوس دغه نوې جوړه پر خپلې کړنې پښیمانه ده، ځکه چې وسله یې تسلیم کړه، له ځان څخه ددفاع هېڅ شی نه لري، او تر هغه وروسته یې پر کور وسله والو کسانو درې ځلې بریدونه کړ.

اوس د افغانستان د حکومت لپاره یو لوی ګواښ د عبدالکریم او د مخکني طالب جنګیالي بصیر احمد په څېر کسانو لپاره د امن فضا رامنځ ته کول دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .