کندوزوال وايي وسله والو ولسي خلک په ډزو ووژل

د خپريدو وخت: 05:27 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

د کلي خلکو ددې وژنې پړه نېغ په نېغه پر اربکیانو اچولې ده.

د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې سیمه ییزو خلکو ویلي، چې نن سهار (یکشنبه/ سپتمبر دویمه) په سیمه کې مېشت اربکیان ددوی کلي ته ورغلي او تر لسو ډېر کسان یې په ډزو وژلي او ټپیان کړي دي.

د کندوز مرکز ته په شل کیلومترۍ کې د 'لوی کنم' کلي دوو اوسېدونکو (محمد نعیم او تورګل) زموږ خبریال ته ویلي، چې اربکیانو سهار وختي په کلي کې هر هغه څوک په ډزو ویشتل چې مخې ته به ورته راتلل.

دغو دواړو کسانو دا څرګندونې کندوز ښار ته د انتقال پرمهال کړي دي.

دوی ادعا لري چې اربکیانو د دل اغا په نامه د کلي د جومات یو میراو او د هغه ښځه او همدارنګه د یوه ښوونځي یو ښوونکی (عبدالله) هم وژلي دي.

که څه هم د سیمې خلکو دا وژنه قصدي بللې ده، خو د کندوز سیمه ییزو چارواکو په دې اړه لا تراوسه هېڅ وینا نه ده کړې.

د سیمې خلک وايي، چې په وژل شوو کې بزګران هم شته.

دوی وايي، کله یې چې سهار مهال کندوز مرکز ته ټپیان لېږدول، پر لاره امنیتي پوستو دوی ښار ته نه پرېښودل.

د قاري شیرخان په نامه د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي چې ''په لاره امنیتي پوستې ودرولو، او زموږ ټپیان یې په سترګو لیدل، چې په کوما حالت کې و، خو ښار ته یې د راتګ اجازه نه راکوله.''

د سیمې خلکو ټپیان د کندوز امنیه قومندانۍ مخې ته وروړي، چې ددې موضوع جدي پلټنه وکړي.

"کلیوال ددغې وژنې پړه نېغ په نېغه د ازبک اربکیانو پر یوه قومندان (نعیم) ور اچوي، او وايي چې د هغه کسانو دا خلک ووژل."

کلیوال وايي، چارواکي په دې پېښه خبر دي، خو تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی، خو د کندوز د چارواکو قوله ناتایید شوو راپورونو ویلي، چې دوی هومره امنیتي سرتېري نه لري، چې سیمې ته یې واستوي.

دا پېښه په یوه داسې سیمه کې شوې، چې د وسله والو طالبانو او اربکیانو ترمنځ سرحد جوړوي.

د سیمې خلک وايي، چې تېره ورځ طالبانو په سیمه کې یو اربکی وژلی او بیا یې په دغه کلي کې د هغه مړی اچولی دی.

د کلي خلک وايي، چې ټول وژل شوي پښتانه دي، او وژل شوی اربکی ازبک ټباره دی.

کلیوال ددغې وژنې پړه نېغ په نېغه د ازبک اربکیانو پر یوه قومندان (نعیم) ور اچوي، او وايي چې د هغه کسانو دا خلک ووژل.

خو تر اوسه کومې ډلې ددې پېښې مسؤولیت نه دی منلی، او نه یې چارواکو په اړه کومه تازه څرګندونه کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .