افغان سوداګر وايي د امریکا غوښتنې سخت اندېښمن کړي

د خپريدو وخت: 05:03 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

امریکا دغه بندیز پر یو شمیر نورو هیوادونو هم لګولي.

افغان سوداګرو د امریکې د متحده ایالتونو پر هغې غوښتنې اندیښنه وښوده، چې وایي، له هغو څلورویشتو ایراني کمپینو سره دې راکړې ورکړې بندې کړي، چې د هغوی په تور لست کې شاملې دي.

د امریکا متحده ایالتونو پر هغو ۲۴ ایراني کمپنیو بندیز لګولی، چې ځینې يې د دوی په وینا د وسلو د جوړولو لپاره مواد برابروي او ځینې يې په افغانستان کې اقتصادي ګټې لري.

له همدې امله د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د سوداګرۍ خونې ته خبرداری ورکړی، چې له دغو ایراني کمپنیو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي بي بي سي ته وویل، چې دغه بندیزونه به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزه وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې امریکا افغان سواداګرو ته خبرداری ورکوي، چې له ایران سره باید خپلې سوداګریزې اړيکې پرې کړي.

تر دې مخکې د ایران د اټمي لانجې پرسر نړېوالې ټولنې په ځانګړي توګه امریکا پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه لګولي و.

امریکا یوشمېر هېوادونو ته ګواښ کړی و، که له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي، نو له دوی سره به د امریکا اړیکې زیانمنې شي.

"ایران هرکال افغانستان ته شا وخوا د یو میلیارد او درې سوه میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لري."

خو د افغانستان د سوداګری وزارت، د امریکا له لوري پر افغان سوداګرو له ایران سره د راکړې ورکړې د بندولو د غوښتنې په غبرګون کې وايي، چې له ایران سره به د افغانستان د ګټو پربنسټ خپلې چارې مخته وړي.

د اقتصادي چارو کتونکي په دې باور دي، چې پرایران له اقتصادي فشارونو وروسته افغانستان د هغه هېواد لپاره یو ښه سوداګریز بازار دی.

ایران هرکال افغانستان ته شاوخوا د یو میلیارد او درې سوه میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لري.

دغه هېواد هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي، چې تر ټولو ښه بېلګه يي په تېره اونۍ کې په کابل کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ نندارتون جوړول دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .