کابل وايي پاکستان به په زور افغانان و نه باسي

د خپريدو وخت: 18:00 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه ميلیونه کډوال اوسيږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي پاکستان به په زور سره افغان کډوال له خپلې خاورې و نه باسي.

د ياد شوي وزارت وياند جانان موسى زي ويلي د افغانستان، پاکستان او ملگرو د هوکړې له مخې بايد افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته بېرته ستانۀ شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند دا څرگندونې د يو شمېر هغو پاکستاني چارواکو د ويناوو په ځواب کې کولې چې اوړمه ورځ يې ويلي وو تر دې وروسته به بې اسناده افغان کډوال نيسي چې تر بند تېرولو وروسته به افغانستان ته اړول کيږي.

اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه ميلیونه کډوال اوسيږي چې د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخه له دې ټولگې څخه شاوخوا يو ميلیون يې هلته د مېشتېدنې سندونه نه لري.

د يو شمېر راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو يو ځل بيا د بې لاسونده افغان کډوالو د سملاسي ويستو غږ کړی دى.

پاکستاني چارواکو ويلي کوم افغان کډوال چې د مېشتېدنې قانوني کاغذونه لري د اوس مهال لپاره هلته پاتې کېدى شي.

خو هغه شمېر کډوال چې په وينا يې د مېشتېدنې لپاره په گوتو کې قانوني لاسوندونه نه لري هغوى به نيول کيږي، زندان ته به اچول کيږي او په پايله کې به په زور افغانستان ته استول کيږي.

" نا ثبت شوي کډوال له يوه تياره او نا څرگند برخيلک سره مخامخ دي."

د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياند نادر فرهاد

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا وايي چې د دوى، پاکستان او ملگرو ملتونو د پريکړې له مخې بايد کډوال په زور سره افغانستان ته ستانه نه کړل شي.

د ياد شوي وزارت وياند جانان موسى زي وويل کډوال بايد په مناسب وخت کې او په خپله خوښه ستانه شي.

ښاغلي موسى زي وويل د دواړو هېوادونو او ملگرو ملتونو هوکړه پر دې ده چې افغان کډوال به په خپله خوښه هېواد ته ستېنږي خو په کابل کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياند نادر فرهاد بي بي سي ته وويل چې د نا ثبت شويو کډوالو ستونزې هوارول د دوى د کار په اډانه کې راځي.

"که له يوه پلوه د افغان حکومت غږ نه اورېدل کيږي بله غاړه ملگري ملتونه په دې برخه کې ځانونه نه ښکېلوي او بله خوا پاکستان دغه راز کډوال ځوروي نو دا خبره به ځاى ولري چې نا ثبت شوي کډوال له يوه تياره او نا څرگند برخيلک سره مخامخ دي".

د افغان حکومت د شمېرو له مخې اوس مهال شوخوا دوه ميلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې يو ميلیون يې هلته د مېشتېدنې سندونه نه لري.

افغان کډوال د پاکستان په پنډغالو، ښارونو او کليوالو سميو کې اوسيږي.

دغه راز کډوال په پاکستان کې له پخوا راهيسې ستونزې لري ځينې يې د پوليسو له خوا ځورول کيږي او ان کله کله يې د نيول کېدو او زنداني کېدو خبرونه هم خپرېږي.

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمشنرۍ په وروستيو کلونو کې هڅه وکړه چې له ايران او پاکستان څخه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.

سره له دې چې په تېره لسيزه کې له يادو شويو هېوادونو څخه سلگونه زره کډوال راستانه شوي دي خو دا چې په افغانستان کې کار موندل ستونزمن دي، گڼ کډوال سر سيوری نه لري او بېرته راتلو ته زړه نه ښه کوي.

.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .