کونړ د نجلۍ سر پرې کوونکي ته د اعدام سزا ورکړه

د خپريدو وخت: 13:10 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391

له څو ساغته اږده بهير له اوريدو وروسته د څوکۍ ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې مشرخپله پريکړه واوروله.

د څوکۍ ولسوالۍ لومړنۍ محکمې له يوې پېغلې د سر پريکولو په جرم يوه کس ته د اعدام او دوو ونورو ته د اوولسو اوولسو کالو بند سزا ورکړې ده.

په اعدام محکوم شويو تورنو درې مياشتې وړاندې له هغې وروسته شبانه ووژله چې د هغې د تښتولو په هڅه کې پاتې راغلل.

محکمې ته راغلي خلک د هغې له پرېکړې خوښ وو، خو تورنو د شبانې له وژلو انکار کاوه او د ځان په تړاو يې شوې پرېکړه ناعادلانه بلله.

د څوکۍ ولسوالۍ په کوچني تالار کې راټولو شوي خلک په خورا بې صبرۍ د محکمې پرېکړې ته منتظر وو.

د اوولس کلنې شبانې د وژلو په په اړه راټول شوي شواهد د څارنوال له لوري وړاندې شول.

محکمې به پرنورو مېرمنو او سړو سربېره هغه کوچنۍ نجلۍ هم راوستل شوې وه چې ويل يې د شبانې د سر پرېکولو شېبې يې ليدلې وې.

د محکمې له اوږده بهير ه وروسته د څوکۍ ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې مشرخپله پرېکړه په دې ټکو کې واوروله:

''موږ د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې قضايي پلاوي په يوه ډاګيزه محاکمه کې د قضيې د ټولو اړخونو په شته والي کې ستاسې په حق کې، چې د شبانې په وژلو تورن ياست، داسې پرېکړه کوو:

"ريس صيب دا زموږ سره ظلم دى، ريیس صيب دى پر موږ ورحمېږي."

ته محمد نسيم د ميا رحيم ګل زوى د درې سوه پنځه نوي يمې مادې له حکم سره سم په اعدام محکوم شوې، او تاسو يحيی د رحيم ګل زوى او احسان الله د ارشد الله زوى ته دجزا د قانون د ديارلس سوه پنځه نوي يمې مادې د حکم پر بنسټ او د يوسلو درې څلويښتمې مادې د حکم په پام کې نيولو سره په اوولسو اوولسو کالو بند سزا محکوم کړئ، خو دا ستاسو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده.''

د قاضي پرېکړه لا پای ته نه وه رسېدلې چې پر اعدام او بند محکومو شوو د نه منلو اواز پورته کړ، خو د ناستو خلکو له دريځه ښکارېده چې پر پرېکړه خوښ وو.

تورن: ''ريس صيب دا له موږ سره ظلم دى، ريیس صيب دې پر موږ ورحمېږي.''

شاوخوا درې مياشتې وړاندې په يوولسم ټولګي کې پر زده کړو بوخته شبانه هله ووژل شوه چې پلار يې ويل دى او مېرمن یې په روغتون کې وو چې لور يې ورته پر ټیلې فون د خپلې تښتونې وروستۍ لنډې خبرې کړې وې.

د شبانې پلار ويل وژونکي ورته تر دې وړاندې ګواښ کړى وو که يې شبانه ور نه کړه، وبه يې وژني.

راټول شوي خلک هغه وخت ډېر وبوږنېدل چې څارنوال د عدلي طب په حواله دا هم وويل چې نوموړې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې، همدا راز ده د شبانې په وينو لړلي کالي هم خلکو ته وښودل.

شبانه يوازينۍ نجلۍ نه ده چې سر ترې پرې کيږي، څو ورځې وړاندې د کاپيسا په ولايت کې له يوې بلې کوچنۍ نه سر پرې شوى، خو لا د هغې وژونکي نه دي موندل شوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .