یوازې په ۲۰ پولیسو امنیت نه شي نیول کېدای

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
ټوپکمار

د کندوز والي مني، چې په ولایت کې یې ځینې ناقانونه وسله والې ډلې شته.

د افغانستان په شمال کندوز کې چارواکي وايي، نه شي کولای د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې یوازې د شلو پولیسو پر مټ د ناامنیو او خپلسرو وسله والو مخه ونیسي.

د کندوز والي انور جګدلک پر دفاع او کورنیو چارو وزارتونو نیوکه وکړه، چې د امنیت د ټینګښت په موخه یې څو څو ځله د نورو ځواکونو غوښتنه کړې، خو وايي تر اوسه یې چا دغه غوښتنه نه ده منلې.

ښاغلي جګدلک له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې ولسمشر کرزي ورته د تیلې فون له لارې په دغه ولایت کې د وروستۍ پېښې په اړه، چې ۱۲ تنه ولسي وګړي په کې ووژل شول، د جدي پلټنو غوښتنه کړې.

هغه وویل ولسمشر کرزی د دغې پېښې د څېړلو په موخه یو پلاوی هم ټاکلی دی.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره مرکه کړې او په سر کې ښاغلي جګدلک د ولسمشر له لوري په ورسپارل شوو لارښوونو خبرې کوي:

"ولسمشر هم ویل چې دا یو ډېر بې رحمانه وژنه ده، او موږ د مجرم په نیولو کې باید پوره هڅه وکړو."

"اوسمهال افغانستان تر ۱۷ زرو ډېر سیمه ییز پوليس لري او په پام کې ده چې تر راروانه کاله دا شمېره ٣٠ زرو ته پورته کړل شي."

ښاغلي جګدلک وویل، چې د ملي امنیت، لېوا او پولیسو قومندانان ورغوښتي دي چې اوسمهال یو ګډ کمیسیون د وژل شوو له وارثینو استخباراتي معلومات ترلاسه کوي.

کندوز والي دا هم وویل چې ددغو وژنو په تور یې ځینې کسان نیولي، خو ویې نه ویل چې دا نیول شوي کسان څوک دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کندوز د وژنې د پلټنې په تړاو یو پلاوی هم ټاکلی دی، چې د جګدلک په وینا، دغه پلاوی کندوز ته رسېدونکی دی.

د ولسي جرګې ځینو استازو اندېښنه ښودلې ده، چې ګني په دا ډول بریدونو کې د پخوانیو وسله والو لاس دی، چې د یوه ځانګړي قوم د ځپلو لپاره یې راخیستې ده.

خو انور جګدلک وویل، وژونکی حتماً پر یوه قوم پورې تړلی دی، خو په وینا یې هېڅ قوم یې ملاتړ نه کوي، بلکې د نیولو او سزا ورکولو پلویان یې دي.

انور جګدلک

انور جګدلک دا هم وویل چې د پولیسو پر ځای یې ځینو لیرو ولسوالیو ته سیمه ییز پولیس لېږلي دي.

کندوز چې د افغانستان په شمال کې شپږ لویې ولسوالۍ لرونکی ولایت دی، والي یې بي بي سي ته وویل، دا چې ددغه ولایت زیاتره ولسوالۍ ډېرې لویې دي، همدا ده چې دوی ورته کافي پولیس نه لري.

انور جګدلک دا هم وویل چې د پولیسو پر ځای یې ځینو لیرو ولسوالیو ته سیمه ییز پولیس لېږلي دي.

د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ښاغلي جګدلک ووی چې ځینې ناقانونه وسله وال کسان شته، چې په وینا یې د بې وسلې کولو لپاره یې دفاع او کورنیو چارو وزارت ته څو –څو ځې وړاندیز کړی دی.

اوسمهال افغانستان تر ۱۷ زرو ډېر سیمه ییز پوليس لري او په پام کې ده چې تر راروانه کاله دا شمېره ٣٠ زرو ته پورته کړل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .