لبنان کې د سګرټو پرڅکولو بنديز ولګول شو

د خپريدو وخت: 05:05 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
سګرټ

تر لبنان دمخه ډېرو نورو هېوادونو او په دې ډله کې برتانيا هم په عامه ځايونو کې د سگرټو څکول منع کړي دي.

د لبنان په ټولو عامه ځايونو کې چې کافي گانې، رستورانټونه او بارونه هم په کې راځي، د سگرټو څکول منع گرځول شوي دي.

دغه گام د هغه قانون پربنسټ اوچت شوى چې لبناني پارلمان تېرکال تصويب کړى و.

قانون دارنگه د تنباکیو او سگرټو پراعلانونو هم بنديز لگولى دى.

قانون سرغړوونکو ته جريمه هم ټاکلي ده. د بېلگې په توگه، که څوک عامه ځايونوته نژدې سگرټ ولگوي، نو ٩٠ امريکايي ډالره به جريمه ورکوي او د رسټورانټونو او بارونو څښتن که خلک پرېږدي چې رستورانټونو کې يې سگرټ وڅکوي، نو له ٩٠٠ نه تر ٢٧٠٠ ډالره پورې به جريمه ورکوي.

لبنان د نړۍ له هغو هيوادونو يو دى چې د سگرټيانو شمېر په کې خورا ډېر دى.

د روغتيا د نړيوال سازمان د يوه رپوټ له مخې ٤٦ سلنه لبناني نارينه او ٣١ سلنه لبنانۍ مېرمنې په پرله پسې توګه سگرټ څکوي.

همدارنگه رپوټونه وايي د هغو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې ډېرېږي چې د سگرټو له کبله د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي.

تر لبنان دمخه ډېرو نورو هېوادونو او په دې ډله کې برتانيا هم په عامه ځايونو کې د سگرټو څکول منع کړي دي.

خو دا نه ده څرگنده چې تر اوسه پورې ولې افغان چارواکو دې مسالې ته پام نه دى اړولى.

افغانستان کې پر عامه ځايونو، رستورانټونو او هوټلونو سربيره حتی حکومتي مامورين په خپلو دفترونو کې هم سگرټ څکوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .