د افغانستان، برتانیا او ایټالیا ترمنځ شوی تړونونه تصویب شول

د خپريدو وخت: 13:28 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
parliment

د مشرانو جرګې ډېرو غړو دغه تړونونه د افغانستان په ګټه وبلل

د افغانستان مشرانو جرګې نن له برتانیا او ایټالیا سره د افغانستان د اوږدمهالو همکاریو لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل. د دغو تړونونو له مخې به افغانستان له دغو دواړو هېوادونو سره اوږدمهالې ستراتیژیکې اړیکې ولري او له یوه بل سره به په بېلابېلو برخو کې پرله پسې او هر اړخیزې مرستې کوي.

له برتانیې سره د اوږدمهالو همکاریو تړون د روان کال د جنورۍ میاشتې په اته ویشتمه نېټه په برتانیه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د برتانیې لومړي وزیر ډېوېډ کامرون تر منځ لاسلیک شوی وو.

د افغانستان او ایټالیې تر منځ د اوږدمهالو همکاریو تړون د روان کال د جنورۍ میاشتې په شپږویشتمه نېټه په روم کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د ایټالیې لومړي وزیر ماریو مونتي لاسلیک کړی وو.

دغه تړون یوه سریزه او او اووه مادې لري، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهالو هر اړخیزو همکاریو ژمنتیا څرګندوي. یاد تړون د مشرانو جرګې د غړو په څلورو مخالفو او نورو ټولو موافقو رایو ومنل شو.

د مشرانو جرګې ډېرو غړو دغه تړونونه د افغانستان په ګټه وبلل او ویې ویېل، چې له دې لیارې به دغه هېواد د برتانیې او اېټالیې له هر اړخیزو او اوږدمهالو مرستو او ملاتړ برخمن شي.

برتانیه او ایټالیه لا له وړاندې له افغان دولت سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي، خو د یادو تړونونو پر مټ به دغه مرستې په یوه ځانګړي چوکاټ کې اوږدمهالې بڼه غوړه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .