د یوې مور له څلورو نویو زېږېدلو ماشومانو یو ومړ

د خپريدو وخت: 05:46 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
پکتیکا

په پکتیکا کې پروسږ کال هم د یوې مور کره په ورته شمېر ماشومان زیږېدلي وو.

د پکتیکا ولایت د خیربین سیمې د سلیمانزو کلي د یوه تن اوسېدونکي ملا جان محمد کره په یوه وار څلورماشومان وزېږېدل.

د ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکټر چینارګل وايي چې وړمه شپه د روغتون نسايي ولادي څانګې ته دغه ناروغه مېرمن راوړل شوې وه، چې له برياليو عملياتو وروسته يې په يوه وخت څلور نارينه ماشومان وزېږول.

د یادونې ده چې وروسته پرون ناوخته د یاد روغتون مسوولینو د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړ.

ډاکټران وايي د ماشومانو وزن له عادي نه لږ کم دی. د ماشومانو پلار وايي د ماشومانو په زېږېدنه او د هغو د مور په ښه روغتیايي حالت خوښ دی، خو د اقتصادي ناتوانۍ له امله د هغو ښې پالنې ته اندېښمن دی.

د شرني د ملکي روغتون د نسايي ولادي څانګې مشرې ډاکټر ليلا د ژوندې پاتې ماشومانو او د هغوى د مور روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .