سلګونه افغان سرتېري نیول شوي او ګوښه شوي

د خپريدو وخت: 11:01 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

دفاع وزارت لخوا د سرتېرو ګوښه کول

د افغانستان دفاع وزارت وايي پر بهرنیو پوځیانو باندې له بریدونو وروسته یې تر سلو ډیر افغان سرتېري نیولي او ځینې یې له کاره شړلي دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ملي اردو په سلګونه نیول شوي او شړل شوي سرتېري د نشه يي توکو د کارونې، د رواني ناروغيو، د جعلي اسنادو د لرلو په اړه او ځینې يي له وسله والو مخالفینو سره د لاس لرلو په تور نیولي یا یې هم له دندې ګوښه کړي دي.

د ملي اردو په سرتېرو کې څېړنې له هغه وروسته پیل شوې، چې د ملي اردو د سرتېرو له خوا یا هم د ملي اردو په جامو کې پربهرنیو ځواکونو بریدونه ډېر شول.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په خبري غونډه کې وویل، د هغو کسانو په اړه يې چې اسناد ترلاسه کړي زندان ته یې استولي او مشکوک سرتېري يې له دندو ګوښه شوي، خو وايي په اړه يې څېړنې روانې دي:

''له هغه وروسته چې پېښې له عادي حالت واوښتې، د دفاع وزارت پخواني وزیر امر وکړي، چې په ټوله اردو کې دې څېړنه وشي. دغه څېړنې اوه میاشتې مخکې پیل شوې، چې دهمدې څېړنې له مخې په سلګونه پوځیان نیول شوي او له دندو ګوښه شوي دي. د ځینو پوځیانو په اړه مو چې اسناد ترلاسه کړي بنديان دي او د ځینو په اړه مو چې اسناد نه دي ترلاسه کړي، له دندو ګوښه شوي.''

د دفاع وزارت ویاند همداراز وايي، دغه پوځیان په معیارونو برابر په دندو ګومارل شوي، خو د دندې پرمهال د ځینو هېوادونو د استخاراتي کړیو لخوا دا ډول بریدونو ته هڅول شوي دي.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

بیا هم جنرال ظاهر عظيمي د تېر په څېر د سیمې استخبارات تورنوي:

''د دغې دوسیې ترشا تر ډېره د سیمې اسختبارات کار کوي، ترڅو د افغان ځواکونو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړي، د روزنې سیستم له ځنډ سره مخامخ کړي او د اردو پروړاندې د خلکو باور کم کړي. څېړنې ښيي، چې د جلب او جذب پرمهال په سمه توګه پاملرنه شوې، خو د کار پرمهال له هغوی سره اړیکې نیول شوي، چې بېلابېل لاملونه لري، چې په اړه يي په پراخه کچه پلټنې روانې دي.''

کلتوري او مذهبي زده کړې

هدایت الله همیم

په دې وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو د سرتيرو په جامو کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه ددغه هېواد حکومت او دلته ميشت بهرني ځواکونه دواړه خورا ډير اندېښمن کړي دي، او په گډه يې هڅې پيل کړي چې څنگه ددغه راز بريدونو د گواښ کچه ټيټولى شي.

ځینې افغان پوځي کارپوهان په دې اند دي چې له تېرو لسو- یوولسو کلونو کې یې بهرنیانو ته د افغان کلتور، فرهنګ او مذهب د درناوي کولو توصیه کړې ده.

ددوی په اند په کلتور تېری ناوړه پایلې لري.

د پوځي کارپوهانو وینا ده چې کله یو بهرنی سرتېری له یوه افغان افسر سره مخامخېږي، له خپل غرور څخه باید راښکته شي؛ ځکه چې په وینا یې ''دلته غرور په درد نه خوري.''

د چارواکو په وینا دغه څېړنې وروسته تر هغه پيل شوې، چې د ملي اردو د سرتېرو له خوا او یا هم د پوځ په جامه کې پر بهرنیو سرتېرو بریدونه ډېر شول.

یوازې د روان لمریز کال له پيل راهیسې پر بهرنیو ځواکونو شاوخوا څلوېښت بریدونه شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي، دوی په دې تړاو جدي څېړنې کوي، شکمن سرتېري يې له دندو ګوښه کړي، او هغه چې په اړه یې سندونه ترلاسه کړي بندیان شوي دي:

''د همدې څېړنو پر بنسټ سلګونه تنه نیول شوي او له پوځه ایستل شوي دي. زموږ څېړنې په ځانګړې او ګډ ډول روانې دي او له بهرنیو ځواکونو سره هم جدي کار روان دی، ځکه ولسمشر او موږ ټول دا یوه جدي اندېښنه بولو.''

د روان سپتمبر په سر کې واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي وو، چې د نویو شاوخوا زرو ګمارل کېدونکو افغان سیمه ییزو پولیسو روزنه یې د افغان سرتېرو له لوري پر ناټو سرتېرو د بریدونو له کبله ځنډولې ده.

په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې دا ځنډونه د لنډ وخت لپاره بلل شوې ده.

"په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونود عمومي قومندان جنرال جان الن ویلي، چې د ۲۵ سلنې بریدونو ترشا د وسله والو مخالفانو لاس و او پاتې نورو یې بېلابیل لاملونه درلودل."

په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ناټو سرتېرو افغان عسکرو بریدونه وکړل، چې د دواړو ترمنځ یې اړیکي هم څه-ناڅه ترینګلي کړي دي.

وړاندې طالبانو ویلي و چې د افغان ځواکونو د ننه پر بهرنیو ځواکونو د دوی له خوا بریدونه د بهرنیو ځواکونو پروړاندې غوره جګړه ییز تاکتیک دی.

په دا ډول بریدونو کې تر ډېره امریکايي پوځيان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د روان ۲۰۱۲ له پیله تر اوسه پر بهرنیو ځواکونو د هغوی افغان ملګرو تر دېرشو ډېر بریدونه کړي، چې له پایله کې تر څلوېښتو ډېر بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېری یې امریکایان دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .