مخکنی افغان لوی څارنوال خوشی شو

د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391
عبدالجبار ثابت

عبدالجبار ثابت د ۲۰۱۱ اکتوبر کې د کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ وتښتول شو.

تر شاوخوا یوولسو میاشتو بند وروسته، د افغانستان مخکنی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت کابل ته رسېدلی دی.

عبدالجبار ثابت په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته هم کاندید و، خو د تېر لمریز کال په میزان/تله (۲۰۱۱ اکتوبر) میاشت کې د کابل ولایت له چهار اسیاب ولسوالۍ وتښتول شو.

د ښاغلي ثابت د کورنۍ یو غړی، عبدالله دوراني وايي، چې مخکنی لوی څارنوال له هر راز معاملې پرته راخوشی شوی دی.

نوموړي ویلي، چې ښاغلی ثابت په هماغه سیمه کې خوشی شوی، چې تېر کال په کې تښتول شو و:

''ثابت صاحب پخیر کور ته راستون شو، روغ رمټ دی. په مناسب وخت کې به له رسنیو سره وغږېږي، هغه اوس پخپله دلته دی، او دا مناسبه نه ګڼم چې د هغه په استازیتوب زه وغږېږم. او اوس دلته ډېر مېلمانه ورته راغلي، چې له رسنیو سره خبرې اوس نه شي کولی.''

نوموړی د خپلې لویې څارنوالۍ د مشرۍ په دوران کې د ځینو جنجالي دوسیو په سپړلو سره د هېواد یوه جنجال پاروونکې څېره وه.

د نوموړي تښتوونکي تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، او نه هم کومې ډلې د هغه د تښتونې او بېرته خوشي کولو په اړه څه ویلي دي.

خو تر دې وړاندې، داسې رپوټونه وو، چې ګني وسله والو اورپکو هغه تښتولی او وزیرستان ته یې رسولی و او د خوشي کولو په مقابل کې یې پیسې غوښتې وې.

عبدالجبار ثابت په ۲۰۰۶ کال د افغانستان د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو، او په ۲۰۰ ۸ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو ټاکنو ته له کاندیداتورۍ وروسته یې له خپلې دندې استعفا وکړه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .