''طالب ضد پاڅونونو د کوټې شورا لړزولې ده''

د خپريدو وخت: 07:00 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

مېلمه له څېرې د ډېر عمر نه ښکارېده، خو وروسته جوته شوه چې جنګي تجربه یې ډېره ده.

''ښه طالب قومندان هغه دی، چې پخپله جرم ونه کړي. هېڅ جنګېدونکی طالب ان د خپل ځان واک هم نه لري.''

دا د هغه مخکني قومندان او ددوی د یوه تر ټولو مهم کس وینا ده، چې د طالبانو په لیکو کې تر لس کلنې مبارزې وروسته یې اوس په جار خلکو ته وايي.

ناڅاپه له یوه دوست سره یو ناپېژانده مېلمه خونې ته راننوت، لومړی خو مې د یوې جګړې ځپلې سیمې د یوه ښوونکي ګمان پرې وکړ، خو تر یوه ساعت بنډار او ډېرو خبرو وروسته څرګنده شوه چې راغلی خورا مهم کس دی.

مېلمه له څېرې د ډېر عمر نه ښکارېده، خو وروسته جوته شوه چې جنګي تجربه یې ډېره ده.

که څه هم نابلل شوی مېلمه په لومړي سر کې پر ما ډېر ډاډمن نه وو، چې ګني زه به د کومې ډلې ملاتړی یم، خو ما ځان ورته له ټولو سیاسي ډلو وتلی معرفي کړ، خو کوربه خپل مېلمه سم معرفي نه کړ، خو بیا هم د کوربه په اشارو پوی شو چې هره خبره یې خوندي ده.

وايي له خبرو خبرې پیدا کېږي، دلته هم بې مقدمې مجلس پر روانو سیاسي حالاتو ګرم شو.

مېلمه چې څومره ډېرې خبرې کولې، زما شک هم په یقین ډېرېده، چې سړي حتماً د کوټې په شورا کې وخت تېر کړی او له جګپوړو طالب چارواکو څخه دی، بیا وروسته همدا خبره ټيک هم وختله.

د مجلس په ګرمېدو د مېلمه له خولې هم د طالبانو په اړه داسې څرګندونې وشوې، توا چې همدا د وسله والې مبارزې او طالبانو دښمن دی، ما ته کټ مټ د طالبانو د کوټې د شورا د یوه مخکني غړي هغه خبره را په یاد شوه، چې ویل یې ''موږ [افغان طالبان] تر اوسه نه پوهېږو چې زموږ د امورو زمام د پاکستان او په تېره بیا د څارګرې ادارې (ای ایس ای) په لاس کې دی.''

د مېلمه مخې ته شنې چایې اېښې وې، چې په مزه مزه یې له خولې داسې خبرې راوتلې، که په کوم خبري کنفرانس کې وشي، رسنۍ او خپرنۍ به یې د څو ورځو لپاره د سر موضوع ګانې وټاکي.

دغه مخکني (حتی اوسني) طالب قومندان له اوسني وضعیت سخت سر ټکاوه، او لومړۍ خبر یې دا وه چې ''اوسنۍ جګړه د ملا عمر او حامد کرزي له واکه وتلې ده، بلکې پر یوه داسې خپلمنځي دښمنۍ اوښتې ده چې ښايي تر لسیزو پورې په افغانانو کې ودودېږي.''

"اوس د کوټې شورا جنګېدونکو طالبانو ته وایي، چې نیول شوي کسان ولې نه وژنئ، ما د خپل جګړه ییز ماموریت په دوران کې څوک نه دي وژلي، همدا سبب و چې زما په اړه شکایتونه د کوټې له شورا تېر شول."

ده ویل چې ''جګړه د پولیس، سرتېري او طالب ترمنځ نه ده، بلکې د بل چا له لوري پرې یوه داسې تپل شوې جګړه ده، چې اوس ترې ځان رایستل ناممکن دی.''

جرم

ددغه طالب مشر دا خبره مې ډېره خوښه شوه، چې ویل یې ''اوس ښه طالب قومندان، په تېره بیا جنګي مشر هغه دی، چې پخپله جرم ونه کړي، خو اوس داسې نه ده، چې توپک یې واخیست، ارومرو به مجرم وي.''

ده د خپلې دې وینا په تفصیل کې دا هم وویل چې ''اوس د طالبانو په لیکو کې داسې کسان شته، چې په لوی لاس دښمنۍ جوړوي، د تربګنیو بدیو ته لمن وهي، په حق او ناحقه خلک په یو او بل نامه وژني. له دیني چارو بې خبره وي، او ان پر مسلمانۍ یې هم شک کېدی شي، خو پر نورو په ډېرې اسانۍ سره د کفر حکم کوي، دا خو لا پرېږده چې د یوې ډلګۍ مشر پرخپلو محدودو جنګیالیو هم کنټرول نه لري، هرڅوک د خپلې خوښې کارونه کوي.''

که څه هم دغه طالب قومندان د طالب بندیانو او حکومتي بندیانو ترمنځ د تبادلې خبره په خوله کې اړوله، او داسې ښکارېده، چې د خپل یوه مهم بندي د تبادلې لپاره اوس ډېرې هلې ځلې کوي، دده وېره له دې وه ‘’که چېرې د بګرام زندان چارې افغانانو ته وسپارل شي، نو زموږ بنديان ملګري به خورا ډېر وکړېږي او د خلاصون لارې به هم پرې بندې شي، له بندیانو سره په چلند کې تر افغانانو بهرنیان ښه دي. ‘’

خو چې خبره د طالب ضد پاڅونونو شوه، نو ویل یې چې دا پاڅونونه طالبانو ته لوی سرخوږی دی.

"دومره وایم دا یو دومره مشهور جنګي تاکتیک جوړوونکی سړی دی، که یې نوم درته واخلم، ته به هم حیران شې."

دده په خبره : ''دغو پاڅونونو د کوټې شورا سخته اندېښمنه کړې او ټکان یې خوړلی دی؛ ځکه چې که خلک د طالبانو پرضد راپاڅي، شاید داسې کسان له دوی سره یوځای شي، چې مخکې د طالبانو په لیکو کې جنګېدل، او د کوټې شورا اعتبار به پاکستان ته پرځمکه ولوېږي او واک به یې هم په نشت حساب شي.''

د دغه مېلمه په وینا، دغه پاڅونونه د خلکو په ګټه نه دي، د غزني اندړو ولسوالۍ د پاڅون په اړه یې ویل، چې ''هلته څو ډوله خلک جنګېږي، که طالبان دي که حزبیان او که پاڅونیان، درې واړه یو ډول وسلې لري، پر موټر سایکلونو ګرځي، او ظاهراً هېڅ نه پېژندل کېږي، چې ایا دا څوک دي؟

د دغه طالب مشر له خولې دا هم ووتل چې پخپله جګړه ییزه قومندانۍ کې یې څوک نه دي وژلي: ''اوس د کوټې شورا جنګېدونکو طالبانو ته وایي، چې نیول شوي کسان ولې نه وژنئ، ما د خپل جګړه ییز ماموریت په دوران کې څوک نه دي وژلي، همدا سبب و چې زما په اړه شکایتونه د کوټې له شورا تېر شول. دغه شورا اوس موږ ته دا توصیه کوي، چې له لارو باید د حکومت او بهرنیانو اکمالاتي توکي راوګرځوو، او پیسې یې د کوټې شورا ته واستوو، خو دا کار ما نه دی کړی. د بهرنیانو په نامه چې له عمومي سړکه هرڅه راګرځوو، موږ یې په پیسو مهمات او وسلې اخلو. چې په دې سره د کوټې شورا خوله هم پټېږي.''

طالب ضد پاڅون

د افغانستان په ځینو سیمو کې د طالبانو ضد پاڅون پیل شوی دی.

په پای کې مېلمه په دې بهانه له مېلمستون وایستل شو، چې ګني د خوښۍ مراسمو ته بلل شوی، خو خدای خبر چې دی به چېرې تللی وي.!

له کوربه مې وپوښتل، چې دا مېلمه خو مې تر پایه ونه پېژانده، کوربه په مسکا مسکا راته وویل چې ''ورک یې کړه، مهم نه دی، ری مه په کې وهه، یو مېلمه و، ولاړ. څه سر پسې خوږوې، خو دومره وایم دا یو دومره مشهور جنګي تاکتیک جوړوونکی سړی دی، که یې نوم درته واخلم، ته به هم حیران شې.''

خو بیا هم کوربه د مېلمه له نامه اخیستو ډډه وکړه، او دلیل یې هم پرځای و، چې هسې نه کومه امنیتي ستونزه ورته پېښه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .