'طالبان د "ګلالیو ښځو" په نامه بهرني پوځيان غولوي'

د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

د استرالیا دفاع وزارت وايي، پوځيان یې باید هېچا ته د خپل موقعیت په اړه معلومات ورنه کړي.

د استرالیا دفاع وزارت ویلي، مخکې له دې چې پوځیان یې افغانستان کې مېشت شي، د وسله والو طالبانو له لوري د جاسوسي کړنو په تړاو یې پوره معلومات ورکړي دي.

د استرالیا ددفاع وزارت اندېښنې وروسته تر هغه ډېرې شوې، چې په راپور کې راغلي چې وسله وال طالبان په فېسبوک کې له خپلو بهرنیو ملګرو سره په بنډار کې هغوی ته خپل ځانونه د "ګلالیو ښځو" په توګه ورپېژني او استخباراتي معلومات ترې ترلاسه کوي.

په "سنډې ټیلیګراف" ورځپاڼه کې خپاره شوي راپور ویلي چې طالبان په دې کار سره له ایتلافي ځواکونو د هغوی د عملیاتو په اړه هم معلومات تر ګوتو کوي.

د استرالیا دفاع وزارت وايي، پوځيان یې باید هېچا ته د خپل موقعیت په اړه معلومات ورنه کړي.

د طالبانو غبرګون

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو ویاند بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه له یوه نامعلوم ځایه دغه راپور رد کړی او وویل چې په "اسلامي او جهادي چارو کې له ښځو ګټه اخیستل له اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره په ټکر کې کار دی."

"ګڼ سوشل مېډیا کاروونکي پر خپلو ملګرو باور کوي، چې په دې سره خپل ځانونه په خطر کې اچوي."

استرالیايي پلټنه

نوموړي وویل، چې د خپل دښمن د ځای ځایګي معلومولو لپاره له نورو تاکتیکونو کار اخلي.

پر همدې مهال، د بهرنیو ځواکونو کورنۍ او ملګري په ناقصدي ډول د محرمو معلوماتو په خپرولو سره د پوځيانو ماموریت له ګواښ سرهم مخامخوي.

استرالیا وايي، چې شاوخوا ۱۵۷۷ پوځيان یې په دې نه پوهېږي چې خپل فېسبوکي ځینې ملګري یې ښځې نه، بلکې طالبان دي.

دغه هېواد دا هم ویلي چې د پوځ ۵۶٪ کارکوونکي یې د سوشل میډیا یا خواله رسنیو په اړه دقیق او پوره معلومات نه لري.

د تېر اګست په وروستیو کې د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي له خوا د اروزګان ولایت کې درې استرالیايي سرتېري په ډزو ووژل شول.

د استرالیا دفاع وزارت زیاتوي، چې د فدرالي حکومت له خوا د سوشل میډیا ګواښ مشخص شوی، چې تراوسه سم پام نه دی ورته شوی.

د وزارت یوې پلټنې ښودلې ده، چې طالبان په مستعار او ښځینه نامه له پوځيانو سره ملګري جوړوي او هغوی مخې ته د ګلالیو ښځو عکسونه ږدي.

د وزارت یوې پلټنې ښودلې ده، چې طالبان په مستعار او ښځینه نامه له پوځيانو سره ملګري جوړوي او هغوی مخې ته د ګلالیو ښځو عکسونه ږدي.

پلټنه وايي "ګڼ سوشل مېډیا کاروونکي پر خپلو ملګرو باور کوي، چې په دې سره خپل ځانونه په خطر کې اچوي."

استرالیا چې د افغانستان سره یې ستراتيژیک تړون لاسلیک کړي ژمنه کړې چې د افغانستان د امنیت، پرمختیا او ښې حکومت ولۍ په برخو کې به خپلې مرستې غځوي. او د تړون له مخې به استرالیا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په امنیتي، ترهګرۍ ضد مبارزه او د نشه يي توکو دقاچاق د مخنیوي په برخو کې همکاري کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .