مشرانو جرگه په کور دننه د تېلو چان غواړي

د خپريدو وخت: 17:57 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

سناتورانو دا چاره نا رڼه او د افغان اقتصاد په زيان وبلله.

د افغانستان مشرانو جرگه وايي چې د يو شمېر راپورونو له مخې د امو د سيمې نفت چې ايستل کيږي د چاڼ لپاره بهرنيو هېوادونو ته استول کيږي.

مشرانو جرگې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دغه هېواد اقتصادي تگلارې داسې برابرې کړي چې د افغان وگړو او د هغوى اقتصاد پياړی کړي.

سناتورانو دا چاره نا رڼه او د افغان اقتصاد په زيان وبلله.

په پاى کې جرگې د رايو په اکثريت سره پرېکړه وکړه چې د کانونو وزير بايد په دې اړه د روڼاوي لپاره ملي شورا ته ورشي او د دوى پوښتنې ځواب کړي.

د افغانستان مشرانو جرگه وايي داسې راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې گواکې د امو له سيمې کوم نفت را ايستل کيږي افغان حکومت ورته دا اسانتيا نه ده برابره کړې چې په کور دننه چاڼ شي.

دغو استازو ويل که خبره داسې وي نو دا د افغان اقتصاد په زيان ده او ډېره گټه يې نورو نړيوالو هېوادونو ته رسيږي.

سناتورانو ويل که تر لاسه کړي راپورونه يې سم وي نو دا يو ملي خيانت دى.

په غونډه کې دا هم وويل شول چې گواکې يو شمېر هېوادونه په لوى لاس د افغانستان زېرمو ته لاس را غځوي او غواړي چې دا بې وځلى هېواد همداسې بې وزلى پاتې شي.

د مشرانو جرگې غړى عبد الوهاب عرفان له همدې ډلې و.

"په رسنيو کې داسې خبرې روانې دي چې گواکې د هېواد د شمال کانونه په ځانگړي ډول د نفتو زېرمې چې د را ايستلو لپاره يې يوه چينايي شرکت سره تړون شوى دى. دا نفت د پروسس لپاره له هېواده بهر لېږدول کيږي. که دا خبره رښتيا وي نو زه فکر کوم چې د حکومت دا گام يوه ستره تېروتنه ده چې د افغانستان د اقتصادي چارو په اړه يې کوي"

د سناتورانو تر ويناوو وروسته د مشرانو جرگې مشر فضل هادي مسلميار وويل د امو د سيمې نفت چې د چاڼ لپاره بهر ته استول کيږي دا يو خيانت دى.

د ښاغلي مسلميار په وينا گڼو سناتورانو لاسونه جگ کړل او پرېکړه يې وکړه چې د کانونو وزير وحيد الله شهراني به جرگې ته ورځي او د دې خبرې سپيناوی به کوي.

د امو د نفتو د سيمې په اړه وخت په وخت نوې خبرې کيږي، يو ځل داسې راپورونه خپاره شول چې گواکې د جنبش ملي گوند مشر رشيد دوستم هلته د کان سپړنې مخه نيسي.

خو د افغانستان د ملي جبهې په نامه سياسي ټلوالې چې ښاغلى دوستم يې له مشرانو دى دا خبره رد کړې وه.

وروسته وويل شول چې د يو شمېر زورواکانو له کبله د امو کان ايستنه په ټپه درېدلې ده خو د کانونو وزارت وويل چې کار روان دى.

د امو سيند د نفتي سيمې د سپړلو تړون تېر کال افغان حکومت د چين د نفتو له ملي شرکت يانې سي،اين، پي، سي(CNPC) سره لاسليک کړ.

اټکل کيږي چې دغه سیمه به ۸۷ ميلیونه بېرله نفت ولري خو دا هم انگېرل کيږي چې ښايي دا کچه تر دې څو برابره ډېرهوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .