د بګرام زندان د سپارلو په اړه کورني غبرګونونه

د خپريدو وخت: 11:44 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391
د بګران بندیان

د افغانستان د ولسي جرګې غړي افغان چارواکو ته د بګرام زندان د چارو مسؤولیت د لېږدولو په اړه بېل بېل نظرونه او اندېښنې ښيي.

د بګرام زندان د مسؤولیت چارو د لېږد په تړاو د حکومت مخالفې سیاسي ډلې، د ملی شورا غړي او نور سره یوه خوله نه دي.

د حکومت مخالف سیاسي اپوزیسیون وايي دا کار هغه وخت ګټور دی چې حکومت خلکو ته د خپلو وړتیاوو په اړه ریښتینی ډاډ ورکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د غړو او د بشري حقونو فعالینو نظرونه هم په دې تړاو سره ویشلي دي او اندېښه ښيي چې له دې کاره به حکومت یواځې سیاسي ګټه اوچته کړي او د بندیانو په حالت کې ښايي کوم ځانګړی بدلون را نه شي.

که څه هم ولسمشر کرزی او افغان حکومت افغانانو ته ددغه زندان سپارل د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې یو مهم پرمختګ بللی دی.

خو ترڅنګ یې د زندان د راتلونکې په اړه ځینې اندېښنې هم موجودې دي.

د حکومت سیاسي اپویسون

د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسون ملي ایتلاف ډلې غړی ډاکټر عبدالله وايي دوی افغانانو ته د واک له لېږدولو سره موافق دي خو د افغان حکومت پر وړتیاوو بشپړ باور نه لري.

''په خواشینۍ سره چې د افغان حکومت او بنسټونو کې لا هم د وړتیاوو ستونزې شته، موږ وړاندې تر دې له نورو زندانونو د بندیانو د تښتېدو شاهدان یو، نو نه غواړو چې جنایت کوونکي بیا آزاد شي.''

خو په هر حال موږ د واک د لېږدونې پلوي کوو، خودا کار باید په مسؤولانه ډول ترسره شي. او کله چې حکومت خلکو ته په دې تړاو ډاډ ورکوي باید په خپلو ژمنو کې ریښتینی اوسي.

بشري حقونه

د بشري حقونو فعال او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانی غړی نادر نادري وايي داسې اندېښنې شته چې ځینې خطرناک بندیان د سیاسي اړیکو له مخې خوشې شي.

ښاغلی نادري افغان لوري ته د بګرام زندان د مسولیت لېږدول له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې هم د افغان حکومت په ګټه بولي:

''طالبان چې له هر اړخ سره خبرې کوي ددوی یوه دایمي غوښتنه د بګرام یا پروان له زندانه د خپلو بندیانو خوشې کول دي.
نو اوس ولسمشر کرزي ته وسیله برابروي چې په دغو خبرو کې، که طالبان یې غواړي او یا هم نه باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي''.

ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې غړي افغان چارواکو ته د بګرام زندان د چارو مسؤولیت د لېږدولو په اړه بېل بېل نظرونه او اندېښنې ښيي.

ددغې جرګې غړي فوزیه کوفي، رمضان بشر دوست او بکتاش سیاوش په دې اړه وايي:

فوزیه کوفي: ''موږ چې څو څوځله له زندانونو څارنه کړې، د افغانستان په بندیخانو کې پر بشري حقونو تیري کیږي، بندیانو ته د هغوی له جرم سره سم سزا نه ورکول کیږي او تناسب نه لري، په دې معنې چې ځینې وخت سختو مجرمینو ته لږ سزا او هغه چې جرم یې دومره دروند نه دی سختې سزاوې ورکول کیږي. ځکه دلته فساد او اړیکې حاکم دي.

بشردوست: ''موږ لیدلي هغه څه چې په بګرام او ګوانتانامو کې ترسره کیږي، پر بشري حقونو تیری دی، نو که د بګرام زندان د فهیم، خلیلي او کرزي او یا هم د امریکاییانو په لاس کې وي دا کار کیږي.''

بکتاش سیاوش: ''زما په آند دا د یوې سیاسي او د خلکو د دفاع د تصمیم په پرتله، یوه سیاسي لوبه ده. ولسمشر غواړي چې له دې نه دوه ګټې واخلي یو دا چې خلکو ته وښيي د ملي حاکمیت پلوي کوي او دویم په راتلونکو سیاسي لوبو کې خپله وړتیا وښيي.''

وړاندې تر دې د بګرام په زندان کې د بندیانو د محاکمې او پرته له کومه توره د اوږدې مودې په تړاو ګڼې اندېښې موجودې وې، خو دا لا نه ده څرګنده چې افغان حکومت به په دې برخه کې څه وړتیاوې وښيي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .