ایا د طالبانو سره د روغې جوړې امکانات شته؟

د خپريدو وخت: 18:39 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

د طالبانو مشرتابه ته نږدې د څلورو جگپوړو مهموشخصيتونو سره د يو لړ مرکو په ترڅ کې دا خبره معلومه شوې ده چې د افغانستان د لانجې هوارى ښاېې شونې وي.

افغانستان کې د طالبانو مشرتابه ته له نژدې څېرو سره يو لړ مرکې ښيي چې له دغه غورځنګ سره د روغې جوړې امکانات شته.

خو دوی دا هم وايي چې طالبان به د ولسمشر حامد کرزي له اوسنۍ ادارې سره خبرې ونه کړي، چې د فاسد او کمزوري حکومت په توګه ورته ګوري.

دا خبرې د يوه نوي راپور پايلې دی چې نن د بريتانيا د دفاعي څېړنيز مرکز (روسي) له خوا خپور شوی دی.

په داسي حال کې چې ټاکل شوې نړيوال جگړه ييز ځواکونه په ٢٠١٤ م کال کې له افغانستانه ووځي، داسي نښې را سربيره شوي چې د سولې په خبرو کې د طالبانو د ورگډېدو پر سر په ټپه ولاړي هڅي کيداى شي اوس کرار کرار پر مخ ولاړي شي.

خو پوښتنه دا ده چې طالبان د سولې د تړون په اړه څه فکر کوي، او د افغان حکومت سره روغې جوړي په رسېدلوکې څومره رښتنى دي؟

د طالبانو مشرتابه ته نږدې د څلورو جگپوړو مهموشخصيتونو سره د يو لړ مرکو په ترڅ کې دا خبره معلومه شوې ده چې د افغانستان د لانجې هوارى ښاېې شونې وي.

په یوه راپور کې پر دي ټينگار شوى دى چې دغه مرکې د څلورو لوېدېځوالو څېړونکو لخوا د هغه طالبانو سره شوي دي چې د کوټي شورا مشر ملا محمد عمر ته نږدې دي.

په راپور کې دا خبره هم روښانه شوي ده چې د طالبانو سره به د هر ډول روغې جوړې پايښت د ملا محمد عمر له ملاتړ سره تړلى وي.

د مرکو په ترڅ کې يو لړ په زړه پورې موندنې هم شوي دي چې وايي د طالبانو مشرتابه په پخوا کې له القاعده سره د خپل اړيکو پر پاللو پښيمانه دی.

راپور وايي طالبان په لنډ مهال کې يوعمومي روغې جوړي ته د رسېدلو د يوې برخې په توگه به د اوربند پر سر خبرو ته چمتو شي او د جگپوړو طالبانو سره د مرکو پر بنسټ په اوږده مهال کې به د دا ډول يوې موافقې لاندي طالبان لېوال وي چې په افغانستان کې د اوږدي مودې لپاره د امريکا د پوځي هډوشتون ومني.

خو له بلې خوا د مرکو په ترڅ کې هر يوه طالب دا خبره هم ډاگيزه کړه چې د کرزي له حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي او نه هم د افغانستان اساسي قانون مني.

راپور دا هم جوتوي چې دا د مينځ لاري طالبانو نظرونه دي او ښايي د سخت دريځه طالبانو د نظرونو استازيتوب ونه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .