کونړ کې یونما خپل سیمه ییز دفتر تړي

د خپريدو وخت: 12:24 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391
یان کوبیش

يان کوبیش وويل په دې تړاو يې د خلکو اندېښنې واورېدې او دا وار د بريدونو د مخنيوي په برخه کې ملګرې ملتونه خپل ټول وس وکاروي چې ولسي وګړي نور ونه ځورېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې ادارې يونما مشر په کونړ ددغې ادارې د سيمه یيز دفتر د تړلو خبر ورکړ.

يان کوبيش ددفتر د تړلو دليل ونه ښود، خو ويې ويل ددفتر تړل په دې مانا نه دي چې ګنې ملګري ملتونه کونړ شاته پرېږدي.

ښاغلي کوبيش دا ونه ويل چې کله به ديو نما سيمه یيز دفتر ته کولپ ور اچوي، خو په کونړ کې ددغه دفتر مشر وايي په پام کې ده چې د اکتوبر په مياشت کې په اسد اباد کې د ملګرو ملتونو د استازې ادارې دفتر وتړل شي.

مخکې له دې چې د ملګرو ملتونو دغه استازی له رسنيو سره وغږېږي، لومړى يې د کونړ له والي او يو شمېر قومي مشرانو سره پر هغو اندېښنو هم خبرې وکړې چې دې يې د پولې له بلې غاړې نه راکټي بريدونه يادوي.

يان کوبیش وويل په دې تړاو يې د خلکو اندېښنې واورېدې او دا وار د بريدونو د مخنيوي په برخه کې ملګرې ملتونه خپل ټول وس وکاروي چې ولسي وګړي نور ونه ځورېږي.

قومي مشرانو په زغرده د ملګرو ملتونو له دغه استازي د بريدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه او ترې ویې غوښتل چې نور دې د پخوا په څېر غلي نه کيني.

ملګري ملتونه داسې مهال په کونړ کې د خپل دفتر د تړلو خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې په کورنۍ ناامنۍ سربېره د پولې له بلې غاړې نه راکټي بريدونه په پرله پسې ډول روان دي.

تر اوسه پورې ملګرو ملتونو له څه دليل پرته د افغانستان په نورو ولايتونو کې د تل لپاره خپل دفتر نه دي تړلي، ښایي کونړ په دغه ليکه کې لومړى وي چې څه موده وروسته په کې ملګري ملتونه خپل سيمه یيز دفتر تړي.

رپوټونه وايي ښايي تر دې وروسته دافغانستان په نورو ولايتونو کې هم ملګري ملتونه خپل دفترونه وتړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .