ولسي جرګې درې نوماند وزیران وځنډول

د خپريدو وخت: 18:37 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391

د سې شنبې غونډه کې د نوماندو وزيرانو په نه منلو کې د ځينو استازو پلمه دا وه چې ولې دوى د ولسمشر د کوم مرستيال له خوا نه دي وروستل شوي.

د افغانستان ولسي جرګې له خوا د دريو نويو وزيرانو نه منل د ځينو استازو په باور د حکومت د ننگونې لپاره شوي خو ځيني نور يې بيا وايي دغه وزيران يې ځکه نه دي منلي چې منل يې د دوی په خبره له داخلي اصولو او تگلارو سره په مخالفت کې وو.

نن (سې شنبه د سپتمبر ۱۱ مه) د ملي دفاع، کورنيو چارو او سرحدونو او قبايلو وزارتونو ته نوماند وزيران او د ملي امنيت د مشرتابه لپاره نوى غوره شوى ريیس، ولسي استازو ونه منل او ويل يې چې دغه کسان بايد دوی ته د ولسمشر او يا د هغه د مرستيالانو له خوا ور وپېژندل شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې نوماند وزيران او د سترو رياستونو مشران بايد د ولسي استازو له منلو وروسته پر دندو وگومارل شي، چې په تېر کې هم په دې برخه کې د افغان حکومت او ملي شورا تر منځ لانجې راټوکېدلي وې.

يوه اوونۍ وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د يوه ځانگړي فرمان له مخې د دفاع، کورنيو چارو او سرحدونو او قبايلو وزارتونو ته نوي وزيران او د ملي امنيت ادارې ته نوى مشر وټاکه. که څه هم د دغو دريو وزيرانو کې د کورنيو چارو وزير چې اوس د دفاع وزارت ته نوماند شوی، څه موده وړاندې ترې ولسي استازو د امنيت په خوندي کولو کې د پاتې راتلو له امله د باور رايه اخيستې وه، خو تر دې مهاله د ولسي جرګې استازيو له هغې چارې سره په تړاو څه نه دي ويلي.

د سې شنبې غونډه کې د نوماندو وزيرانو په نه منلو کې د ځينو استازو پلمه دا وه چې ولې دوى د ولسمشر د کوم مرستيال له خوا نه دي وروستل شوي.

د ولسي جرگې استازې هيلۍ ارشاد د افغان مشرتابه له لوري د وزيرانو نه ورپېژندل دوی ته په ټيته سترګه کتل وبلل.

"ځيني استازي سياسي لوبه پر مخ بيايي او غواړي چې له حکومت سره خپله تربگني وپالي"

فرشته انوري

دی وويل: "که چېرې موږ داسې کړي وى نو په حقيقت کې به مو له خپلو اصولو او تگلارو نه سرغړونه کړې وی. دا د ولسي جرگې لپاره د سپکاوي خبره ده چې د ولسمشر مرستيالان نوماند وزيران موږ ته نه راپيژني. تاسو به ووينئ چې په راتلونکې کې به همدغه وزيران د ولسمشر د يو مرستيال له خوا نه موږ ته معرفي شي، که موږ داسې نه واى کړي په راتلونکې کې بيا حکومت زموږه پرېکړو ته درناوى هم نه کاوه."

دغې مسلې تر ډېره استازي په خپلو کې سره په دوو برخو ووېشل. د ځينو په گومان که چېرې داسې شوي وى نو د دوى له نظره د دوى د تگلارو او اصولو نه سرغړونه وه خو د بلې غاړې استدلال بيا دا و ګنې په تېر کې هم دود و چې د نورو چارواکو د ناوزگارتيا پر مهال به د پارلماني چارو وزير يا مرستيال وزير نوماند وزيران د ولسي جرگې غونډو ته ورپېژندل .

د دغې ډلې په استازيتوب فرشته انوري وايي چې ځيني استازي "سياسي لوبه" پر مخ بيايي او د دې په خبره هغوى غواړي چې له حکومت سره خپله تربگني وپالي.

مېرمن انوري زیاته کړه "اصلا دا يوه سياسي لوبه ده، په تېر کې هم ډېر ځله ځيني وزيران د پارلماني چارو د وزير يا مرستيال وزير له خوا راپيژندل شوي، موږ ورسره کومه ستونزه نه لرله، خو اوس چې داسې کېږي دا ټوله هماغه تربگني ده چې ځيني خلک يې له حکومت سره پالي."

د دفاع وزارت ته نومول شوى وزير بسم الله محمدي تېر ځل د کورنيو چارو وزارت کې همدغو استازو ترې د باور رايه اخيستې وه

خو په ټوله کې د ولسي جرگې اداري پلاوى وايي که پخوا هم دغسې څه د ځينو استازو د سرزورۍ له امله شوي وي، نو د دوى له نظره له قانونه سرغړونه شوې، د جرگې دويم منشي فرهاد عظيمي وايي دوى هوډمن دي چې نور به له قانون او داخلي تګلارو سرغړونه نه کوي.

ښاغلي عظیمي وويل: "ښايي په تېر کې مو تيروتنې کړې وې، هغه هم د ځينو استازو د سرزوۍ له امله، نن هم ځينو استازو ټينگار کاوه چې بيا دې هماغسې وشي، خو موږ پريکړه کړې چې نه به نور خپل اصول له پښو لاندې کوو او نه به اساسي قانون له پامه غورځوو."

له لويه سره د افغانستان په ملي شورا کې د دغه شان کړکېچونو راټوکېدل کومه نوې خبره نه ده تر دې وړاندې هم ډېر ځله د حکومت او ملي شورا تر منځ ورته ناندرۍ راپورته شوې، چې د وخت په تېرېدو سره هوارې شوې دي، خو يوه خبره چې دا ځل د ځينو استازو په گومان تر ډېره انديښمنوونکې هغه دا ده چې ښايي ولسي استازي د نويو ورپېژندل شويو نوماندانو له ډلې نه د دوو پر سر نورې لانجې راوټوکوي.

د دفاع وزارت ته نومول شوى وزير بسم الله محمدي تېر ځل د کورنيو چارو وزارت کې همدغو استازو ترې د باور رايه اخيستې وه، او بل يې د ملي امنيتي ادارې ته د سرحدونو او قبايلو چارو وزير او د کندهار پخوانى والي اسدالله خالد دى چې څه موده وړاندې يې په اړه د بخښنې نړيوال سازمان ويلي وو چې گواکې له بشري حقونو نه په سرغړونه تورن دى. خو بيا هم روښانه نه ده چې دغه کسان به هومره مثبتې رايې واخيستلاى شي چې دغو څوکيو ته لاره ومومي که نه؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .