د نويو زيږيدلو افغان ماشومانو مړينه کمه شوې

د خپريدو وخت: 16:36 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391

د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې د نوو زېږېدلو ماشومانو په مړینه کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی راغلی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف وايي، په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په کچه کې نژدې ۵۰ سلنه کم والی راغلی دی.

په هغه رپوټ کې چې نن (چار شنبه د س‍‍پتمبر ۱۲) د دغه صندوق له خوا خپریږي راغلي چې اوس په افغانستان کې هر کال په زرګونو زېږېدلو ماشومانو کې نژدې ۱۰۰ تنه پنځه کلنۍ ته تر رسېدو مخکې مړه کیږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف له خوا د نوو پیدا شوو ماشومانو د مړینې په اړه په یو نوي خپرېدونکي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د نوو پیدا شوو ماشومانو د مړینې په کچه کې شاوخوا نیمايي کمښت راغلی دی.

په افغانستان کې د یونیسف ویاند عزیز فروتن وايي، په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د هرو زرو نوو پیدا شوو ماشومانو نه نژدې ۱۰۰ یې پنځه کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې مړه کېدل چې د ۱۹۹۰ کال په پرتله ۵۰ سلنه کم والی ښيي:

ښاغلی فروتن په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د کمېدو لامل روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ د کچې لوړېدل، د مخابراتي آسانتیاوو پراختیا او د خلکو د پوهاوي کچې لوړېدل په ګوته کوي.

دغه راز د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې د نوو زېږېدلو ماشومانو په مړینه کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند حفیظ الله فیاض وايي د دوی نوې څیړنې ښيي چې تېر کال په افغانستان کې د زرو نوو پیدا شوو ماشومانو له ډلې یوازې ۹۷ تنه پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مړه شوي دي.

"د دې څیړنې پایلې د ماشومانو په مړینه کې د پام وړ کمښت ښيي، وړاندې په افغانستان کې له هرو زرو ماشومانو نه شاوخوا ۱۶۰ ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مړه کېدل خو اوس دغه شمېره ۹۷ کسانو ته رسېدلې ده"

ښاغلی فیاض د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې ستر لامل د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د دغو ماشومانو لپاره د واکسین تطبیقېدل په ګوته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .