د غزني وژل شوو کې پنځه خبریالان دي

د خپريدو وخت: 11:50 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391

د تېرې جمعې په ورځ د غزني اب بند ولسوالۍ کې مسافر وړونکی ګاډی له یوه ټانکر سره وجنګېد او اور یې واخیست.

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د غزني ولایت د تېرې جمعې ورځې د ګاډو ټکر په پېښه کې پنځه خبریالان وژل شوي.

له دغه ولایته خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې په وژل شوو خبریالانو کې دوه ښځې او درې نارینه دي.

د تېرې جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۴) د غزني ولایت اب بند ولسوالۍ کې یو ۳۰۳ مسافر وړونکی ګاډی له یوه ټانکر سره وجنګېد، اور یې واخیست چې د ۴۵ کسانو ژوند یې واخیست.

د کندهار د رسنیو مرکز وايي، په وژل شوو کې پنځه هغه خبریالان هم دي، چې کابل کې له یوه کورس پایته رسېدا وروسته کندهار ته په ټکر شوي بس کې روان وو.

کندهار کې د نۍ ساحوي دفتر مسؤول سمیع غیرتمل رسنیو ته وویل چې په وژل شوو خبریالانو کې دوه ښځې او درې نارینه وو:

''کابل ته د کندهار ولایت د سیمه ییزو رادیوګانو پنځه خبریالان د یوه اوونیز کورس لپاره ورغوښتل شوي وو، چې تېره ورځ کندهار ته د ستنېدا پرمهال په ټکر شوي بس کې ووژل شول.''

نوموړی وايي، چې د وژل شوو خبریالانو د کورنیو غړي د خپلو مړو د موندلو لپاره غزني ته تللي، چې تر اوسه یې نه دي موندلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .