ناټو وايي طالبانو یې شپږ 'هاریر جیټ' ویجاړې کړي

د خپريدو وخت: 13:09 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391
زیانمنه شوې هاریر جیټ

ناټو وايي طالبانو شپږ هاریر جیټ بشپړې ویجاړې کړي، دوه نورې یې سختې زیانمنې کړي دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو منلې ده، چې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو برید، پر ځاني تلفاتو سربېره ناټو ته ډېر مالي زیان هم اړولی دی.

طالبانو د تېرې شنبې ورځې پر ګهيځ هلمند کې د بستین پر پوځي اډې ډله ییز برید وکړ، پر اډې ور وختل او څو ساعته یې جګړه وکړه.

ناټو وايي چې طالبانو د امریکايي پوځيانو له درېشیو په ګټې اخیستو اډې ته ننوتي وو او بیا یې ډزې او بریدونه وکړل.

د ناټو ځواکونو له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې ددغه برید په پایله کې پنځلس برید کوونکی او دوه بهرني سرتېري ووژل شول او اته هغه جنګي الوتکې ویجاړې شوې، چې ارزښت یې لسګونه میلیونو ډالرو ته رسېږي.

بستین پوځي اډه په سوېل کې د بهرنیو ځواکونو له سترو اډو ګڼل کېږي، چې په هلمند ولایت کې موقعیت لري.

ناټو اوس ویلي چې له برید کوونکو سره راکټونه او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه هم وو.

بهرنیو ځواکونو ویلي چې طالبانو په برید کې د ناټو اته هاریر جیټ ویجاړې کړي دي.

په کابل کې ددغو ځواکونو یوه ویاند جنرال ګونتل ګېټس بي بي سي ته وویل، په برید کې شپږ الوتکې په بشپړه توګه له منځه تللې او دوې نورې هم سختې ویجاړې شوي دي:

پند او سبق

''پنځلس تنو وسله والو پر اډه برید وکړ. دوی په وسلو ښه سمبال وو او ښه روزنه ورکول شوې وه. دوی د امریکايي پوځ یونیفورم اغوستی وو او د اډې محیطي اغزن سیم یې شکولی وو. هغه بری چې دوی تر لاسه کړ هغه دا وو، چې دوی شپږ هاریر جنګي الوتکې له منځه یوړې او دوه نورې یې زیانمنې کړې.

په دغه جګړه کې په خواشینۍ سره زموږ دوه تنه امریکايي سمندري پوځیان مړه شول. خو ایتلافي ځواکونه په دې وتوانېدل، چې د هغو وسله والو له ډلې ۱۴ تنه ووژني او یو تن یې تر ټپي کېدو وروسته ونیسي. اوسمهال موږ په ډېر دقت دا څېړو چې دا پېښه څرنګه رامنځ ته شوه. موږ په دې اړه مناسب ګامونه پورته کوو او ښه زده کړه مو ترې تر لاسه کړه.''

وسله والو طالبانو ددغه برید پړه ومنله، او څو ساعته وروسته یې د برید وېډیو هم پر خپله وېبپاڼه خپره کړه.

طالبانو ویلي وو چې دا برید یې امریکا کې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکوونکي فلم په غبرګون کې کړی دی.

طالبانو ویلي دي چې ناټو ځواکونو ته یې پر ځاني تلفاتو سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .