چین د ستراتیژيک تړون پلي کېدو ته سترګې په لار دی

د خپريدو وخت: 16:13 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

د افغانستان او چین ولسمشرانو نژدې درې میاشتې وړاندې د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايې، ټاکل شوې روانه اوونۍ د چین یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې ستراتیژکې اعلامیې د پلي کېدو تګلاره لاسلیک کړي.

د افغانستان او چین ولسمشرانو نژدې درې میاشتې وړاندې د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړه.

ټاکل شوې دغه چینايې پلاوی به له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې یو شمېر نور سندونه هم لاسلیک کړي.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې د امریکا په ګډون له یو شمېر مهمو اروپایي هېوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړ خو چین د افغانستان لومړنی ګاونډی هېواد دی چې کابل ورسره د ستراتيژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړې ده.

د افغانستان او چین ولسمشرانو نژدې درې میاشتې وړاندې د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړ چې افغانستان یې په اقتصادي برخه کې د ځان لپاره ښه پرمختګ ګڼي.

اوس د همدغې ستراتیژیکې اعلامیې د پلي کېدو په موخه ټاکل شوې روانه اوونۍ د چین یو لوړ پلاوی کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره یوه تګلاره لاسلیک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چاور وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او امنیتي برخو کې نور سندونه هم لاسلیک کړي.

"افغانستان ته د دغه لوړ پوړي پلاوي د راتګ اصلي موخه دا ده چې د دواړو دوستو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي. د دې ترڅنګ به دغه پلاوی د افغانستان او چین ترمنځ د ستراتیژیکې اعلامیې، د پلي کېدو طرحه له افغان حکومت سره لاسلیک کړي، دواړه هېوادونه به نور اقتصادي او امنیتي سندونه هم لاسلیک کړي".

ښاغلی موسی زی وايي، د چین له پلاوي سره به د همکاریو داسې سند هم لاسلیک کړي چې پرمټ به یې چین د افغان پولیسو د پرمختګ او روزنې ملاتړ کوي.

چین له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړیکې لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .