کابل کې د فلم ضد لاریون په تاوتریخوالي واوښت

د خپريدو وخت: 08:14 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

مظاهره کوونکو ټایرونو ته اور هم ورته کړی و.

د پلازمېنې کابل په ختیځ کې د اسلام پرضد د خپرو شوي فلم په غبرګون لاریون کې لس ګونه پولیس ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، لاریونیانو د څو ساعتونو لپاره د کابل-جلال اباد لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه.

د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي وايي، له څلویښتو تر پنځوسو پولیس هم ټپیان شوي دي:

''پولیس د دوی دامنیټ د ټينګښت په موخه راغلي وو او هڅه یې کوله چې لاریون تاوتریخوالي ته ونه رسیږي. خو له بده مرغه لاریونیانو مظاهره د تاوتریخوالي لوري ته کش کړه، د پولیسو موټر ته یې اور واچاوه. د افغانستان د بیت المان مالونو ته وسوځول.

پولیسو ډیر زیاته حوصله وکړه. د څلويښتو او پنځوسو په شاوخوا کې پولیس د لاریونیانو په کوتکونو او ډبرو ټپیان شوي دي.''

مظاهره کوونکو له پولیسو سره اخ و ډب وکړ او ځینو ګاډو ته یې اور ورته کړ.

"ځینو مظاهره کوونکو وسلې لرلې او ډزې یې کولې. ما پولیسو ته امر وکړ چې هوايي ډزې ونه کړي. دوی پر موږ تیږې راوارولې، چې زه هم په کې ټپي شوم."

ایوب سالنګی

د کابل د پولیسو مشر وايي، د یوه مظاهره کوونکي په ډبره دی هم ټپي شوی دی، چې وايي نورو مظاهره کوونکو ډزې وکړې او دپولیسو ګاډي ته یې اور ورته کړ.

د لبنان اورپکې حزب الله ډلې ددغه فلم پرضد د یوې اوونۍ لاریون بلنه کړې ده.

ددغې ډلې مشر حسن نصرالله ویلي نړۍ ته باید وښودل شي چې اسلام ته د سپکاوي په مقابل کې مسلمانان چوپه خوله نه پاتې کېږي.

' مرګ پر امریکا'

په کابل کې مظاهره کوونکو ټایرونو ته هم اور ورته کړ چې لوګی یې د کابل پر اسمان له لیرې ښکارېده.

په سیمه کې هټیوالو خپل دوکانونه وتړل او له وېرې خوندي ځایونو او کورونو ته ستانه شول.

مظاهره کوونکو 'مرګ پر امریکا' نارې وهلې.

مظاهره کوونکو 'مرګ پر امریکا' چیغې وهلې او پر هغو کسانو یې هم د مرګ نارې وهلې چې پیغمبر ته یې دغه سپکوونکی فلم جوړ کړی دی.

که څه هم سیمې ته د اړدوړ د مخنیوي ګڼ پولیس استول شوي وو، او د امریکا سفارت شاوخوا ملي پولیس د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مېشت شوي وو، خو بیا هم مظاهره کوونکو تاوتریخوالی جوړ کړ.

د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي بي بي سي ته وویل چې: "ځینو مظاهره کوونکو وسلې لرلې او ډزې یې کولې. ما پولیسو ته امر وکړ چې هوايي ډزې ونه کړي. دوی پر موږ تیږې راوارولې، چې زه هم په کې ټپي شوم."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .