''امریکا دې د بګرام پاتې بندیان هم ژر راوسپاري''

د خپريدو وخت: 05:51 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391
کرزی

ښاغلي کرزي وويل د پېښې د څېړنې لپاره يو پلټونکى پلاوى دغه ولايت ته ور استوي.

ولسمشر حامد کرزي له امریکا څخه غوښتي چې په بګرام زندان کې پاتې بندیان هم له دوه اړخيز تړون سره سم افغان لوري ته وسپاري.

ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي مارک ګراسمن سره په خبرو کي د ټولو بندیانو نه سپارل د دوه اړخيز تړون سرغړونه وبلله.

د ښاغلي کرزي ویاند ایمیل فیضي بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر کرزي له ګراسمن سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په په بګرام کې پاتې شاوخوا ۶۵۰ زندانیان افغان لوري ته ژر وسپاري.

د بګرام زندان واک څو ورځي وواندي افغان حکومت ته وسپارل شوه.

دارنګه حامد کرزي په لغمان کې د ناټو په هوايي بريد کې د اتو مېرمنو وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده او د پېښې د څېړنې په موخه یې یو پلاوی هم ټاکلی دی.

ښاغلي کرزي وويل د پېښې د څېړنې لپاره يو پلټونکى پلاوى دغه ولايت ته ور استوي.

د ځايي چارواکو په وينا پېښه پرون سهار هغه مهال د علينگار په نورلام سيمه کې رامنځ ته شوه چې دغه مېرمنې د خسو او لرگيو ټولولو لپاره غرون ته تللې وې.

بګرام زندان

  • د بګرام زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ او له خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن کسان يې په کې ساتلي.
  • له دغه زندانه تر اوسه د لېږد بهير له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰۰۰ بندیا ن افغان حکومت ته سپارل شوي.
  • دغه زندان ته څېرمه د امریکايي ځواکونو یوه هوايي اډه هم پرته ده په ۲۰۰۲ کال کې په دغه زندان کې د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپور ورکړل شو.
  • دغه زندان په ګوانتانامو کې د امریکايي او عراق کې د ابو غریب له زندانونو سره ورته بلل شوی دی.
  • د ۲۰۰۲ په دسمبر کې له دې زندانه څلور مهم بندیان وتښتېدل.

د لغمان ولايتي وياند سرحدي ځواک وايي په سيمه کې افغان ځواکونوته د ناټو د دغه بريد په تړاو مالومات نه وو ورکړل شوي.

په همدې ترڅ کې د ناټو يوۀ وياند جگړن آدم وجک هم ومنله چې د ده په وينا ښايي په بريد کې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتي وي او د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي هم ښوولې ده.

د روان سپتمبر پر لسمه په افغانستان کې د تر ټولو لوی امریکايي بګرام زندان چارې افغانستان ته ولېږدول شوې.

د لېږد په دغو مراسمو کې د ۳۰۸۲ بندیانو مسؤولیت افغانانو ته وسپارل شو.

ټاکل شوې وه چې یوه اوونۍ وروسته به د هغو ۶۰۰ بندیانو مسؤولیت هم افغانانو ته وسپارل شي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې بهرنیو ځواکونو نیولي او له ځان سره یې ساتلي دي.

په ۲۰۱۰ کال کې بي بي سي له یو لړ هغو پټو چارو پرده پورته کړه، چې ګني بګرام زندان کې بندیان شکنجه کېږي.

وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پټ زندان په اړه هم راپور ورکړل شوی، خو امریکا دا راپور رد کړی دی.

د بګرام زندان د لېږد بهير له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ زندانیان له دغه زندان نه افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .