خوځښت: ګاونډى دې پاڅون بې ارزښته نه ګڼي

د خپريدو وخت: 13:02 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391
کونړ

د خوځښت یوه ګډونکونکي وويل، چې د کونړ د خلکو د جهاد له اعلان سره جوخت يې چمتووالى نيولى وو او اوس له خپلو پلويانو سره د جګړې لپاره راغلي دي.

د افغانستان د بيلابېلو ولايتونو، په تبرګو او کولنګونو سمبال کسان چې ويل يې پر کونړ د توغنديزو بريدونو د مخنيوي په موخه راغلي، ددوشنبې په ورځ يې په اسد اباد کې له خلکو او يو شمېر حکومتي چارواکو سره خبرې وکړې.

که څه هم ظاهراً دا د پاکستان پر وړاندې د خلکو يو سمبوليک خوځـښت دى، خو يوه سمبالوونکي بسم الله شير ويل ګاونډى بريدګر دې د خلکو دا پاڅون بې ارزښته نه ګڼي.

ښاغلي شير وويل د کونړ د خلکو د جهاد له اعلان سره جوخت يې چمتووالى نيولى وو او اوس له خپلو پلويانو سره د جګړې لپاره راغلي دي.

"دې وروڼو چې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ، موږ يې له کابله ملاتړ وکړ"

د خوځښت ګډونوال

((دغه پاکستان چې موږ يې دا ديرش کاله د ورور په نوم وخوړو او ويې لوټلو، اوس راباندې بريدونه کوي، موږ ټولې نړۍ او پاکستان ته وايو چې راکټي پريدونه ودروي که نه نو د افغان ولس پاڅون به د پاکستان د ورکېدو سبب شي.))

له دغه خوځښت سره راغلي يوه کس چې په تونده ژبه يې خبرې کولې، پر افغان ولس ديو موټي کېدو غږ وکړ او له کونړه دفاع يې له افغانستان نه دفاع وبلله:

((د پاکستان څارګره اداره دې په دې وپوهېږي چې ميدان تش نه دى، د کونړ خلک يوازې نه دي، د ټول افغانستان خلک راغلي، چې له خپلو پولو ساتنه وکړي، ددې خاورې ساتنه د ټول هېواد د وګړو فريضه ده.))

د کونړ خلکو د نور افغانستان د هغو ددغه ګام درناوى وکړ او د هېواد د ساتنې په برخه کې يې ددغه ډول خوځښتونو پايلې بې اغېزې ونه ګڼلې.

لویه جرګه

مخکې تر دې چې خلک د بريدونو پر وړاندې وسلې ته لاس کړي، يو ځل بيا يې له ولسمشر کرزي نه د لويې جرګې د رابللو غوښتنه وکړه چې وروستۍ پرېکړه وکړي.

ځينو خلکو د نړيوالو ځواکونو نه د خپلو هغو ژمنو د پلي کېدو غوښتنه کوله چې په دې تړاو يې دافغانستان سره دتړونونو پر مهال کړي خو د کونړ والي تړونونه هم د اوبو د سر ځګ وباله او له خلکو يې وغوښتل چې د نورو په تمه دې نه کيني. هغه د خاورې نه دفاع تر ټولو لوړه فريضه وبلله.

مخکې تر دې چې خلک د بريدونو پر وړاندې وسلې ته لاس کړي، يو ځل بيا يې له ولسمشر کرزي نه د لويې جرګې د رابللو غوښتنه وکړه چې وروستۍ پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې د کونړ خلکو د لاريونونو او غونډو په ترڅ کې بريدونه غندلي او د بندېدو غوښتنه يې کړې، خو نن چې د نور افغانستان نه په دې تړاو لسګونه زلمي او بوډاګان راغلي و، چارواکو ويل څلوېښت نور توغندي پر دانګام وار شوي.

دغې جړې د افغانستان او پاکستان اړيکي ساړه کړي او د افغانستان ولسي جرګې يې په ټس کې دوه وزيران هم بې باوره کړي و.

اوس نوو امنيتي چارواکو په دې ژمنه له ولسي جرګې رايې اخیستې چې دا کشاله به حلوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .