له کونړیانو سره نورو افغانانو د مرستې غږ وکړ

د خپريدو وخت: 14:56 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391
خلک

د افغانستان د بیلا بیلو سیمو خلک کونړ ته راغلي وو

د افغانستان د بيلا بيلو ولايتونو ، په تبرګو او کولنګونو سمبال کسان چې ويل ېې پر کونړ د توغنديزو بريدونو د مخنيوي په موخه راغلي د دوشنبې په ورځ ېې په اسد آباد کې له خلکو او يو شمير حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

که څه هم ظاهرآ دا د پاکستان پر وړاندې د خلکو يو سمبوليک خوځـښت دى خو يوه سمبالونکي بسم الله شير وويل ګاونډى بريدګر دې د خلکو دا پاڅون بې ارزښته نه ګڼي.

ښاغلي شير وويل د کونړ د خلکو د جهاد له اعلان سره جوخت ېې چمتو والى نيولى وو او اوس د خپلو پلويانو سره د جګړې لپاره راغلي دي.

''دې وروڼو چې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ، موږ یې له کابله ملاتړ وکړ .دغه پاکستان چې موږ یې دا ۳۰ کاله د ورور په نوم وخوړو او ویې لوټلو، اوس را باندې بريدونه کوي، موږ ټولې نړۍ او پاکستان ته وايو چې راکټي بريدونه ودروي کنه نو د افغان ولس پاڅون به د پاکستان د ورکېدو سبب شي''.

د دغه خوځښت سره راغلي يوه کس چې په تونده ژبه یې خبرې کولې پر افغان ولس د يو موټي کيدو غږ وکړ او له کونړه دفاع یې له افغانستانه دفاع وبلله:

''د پاکستان څار ګره اداره دې په دې وپوهيږي چې ميدان خالي نه دى، د کونړ خلک يوازې نه دي، د ټول افغانستان خلک راغلي، چې له خپلو پولو ساتنه وکړي، د دې خاورې ساتنه د ټول هيواد د وګړو فريضه ده''.

خلک

خلک په تبرونو او کولنګونو سمبال وو

د کونړ خلکو د نور افغانستان د ولسونو د دغه ګام درناوى وکړ او د هيواد د ساتنې په برخه کې یې د دغه ډول خوځښتونو پايلې بې اغيزې ونه ګڼلې.

مخکې تر دې چې خلک د بريدونو پر وړاندې وسلې ته لاس کړي يو ځل بيا یې له ولسمشر کرزي نه د لویې جرګې د رابللو غوښتنه وکړه چې وروستۍ پريکړه وکړي.

په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي رفيع الله حيدري وویل:

''ځينو خلکو له نړيوالو ځواکونو نه د خپلو هغو ژمنو د پلې کېدو غوښتنه کوله چې په دې تړاو یې له افغانستان سره د تړونونو پر مهال کړې خو د کونړ والي تړونونه هم د اوبو د سر ځګ وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د نورو په تمه دې نه کينې، هغه له خاورې دفاع تر ټولو لوړه فريضه وبلله''

تر دې وړاندې د کونړ خلکو د لاريونونو اوغونډو په ترڅ کې بريدونه غندلي او د بنديدو غو ښتنه یې کړې خو نن چې د نور افغانستان نه په دې تړاوو لسګونه زلمي او سپین روبي راغلي وو چارواکو ويل ۴۰ نور توغندي پر دانګام وار شوي دي.

دغې جرړې د افغانستان او پاکستان اړيکې ساړه کړي او د افغانستان ولسي جرګې یې په ټس کې دوه وزيران هم بې باوره کړي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .