ملګري ملتونه په ننګرهار کې د زده کړې کورسونه جوړوي

د خپريدو وخت: 18:36 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

چارواکي وايي، شا او خوا ۵۵۰ دغه کورسونه به په لرو پرتو ولسواليو کې جوړيږي

د ملګرو ملتونو د کولتوري سازمان يونسکو په مالي مټ، د ننګرهار د پوهنې اداره د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې، د بېسواده وګړو له پاره د زده کړو نهه مياشتني کورسونه جوړوي.

چارواکي وايي، شا او خوا ۵۵۰ دغه کورسونه به په لرو پرتو ولسواليو کې جوړوي چې د سواد کچه پکې ټيټه ده.

په هر روزنيز کورس کې به له ٢٥ نه تر ٤٠ پورې کسان په زده کړو بوخت وي، نجونو او مېرمنو ته هم د چارواکو په وينا ونډه ورکول کيږي .

د ننګرهار د پوهنې ادارې چارواکي وايي، د سواد زده کړې په دې پروګرام کې به تر ۳۰ زرو زيات نالوستي کسان زده کړو ته لاس رسى پېدا کړي.

د دغې ادارې وياند محمد اصف شينوارى وايي دوی دا چاره د ملګرو ملتونو د کولتوري سازمان په مرسته پېل کړى چې په بېلابېلو سيمو کې تر ۵ سوو زيات دا ډول کورسونه جوړيږي.

په تېر کې هم دا ډول د سواد زده کړې کورسونه په بېلابېلو سيمو کې جوړ شوي وو چې د ډېرو په وينا یې ښه پايله لرله.

د پوهنې ادارې له پاره د يونسکو استازى محمد هارون مياخېل وايي دې بهیر په تېر کې ښې پايلې لرلې او په راتلونکي کې به هم ښې پايلې ولري.

د ننګرهار لعلپورې ولسوالي هغه سيمه ده چې هلته هم د سواد زده کړې کورسونه پېلېږي.

د دې سيمې يو اوسېدونکى وايي خوښ دى او په دې کورسونو کې به يو څه زده کړي.

افغانستان هغه هېواد دى چې د زده کړو کچه په کې تر نيمايي هم ټیټه ده.

د دغه هېواد د پوهنې وزارت وايي د بېسوادۍ د له منځه وړلو له پاره يې جدي هڅې پیل کړې او پر دغه چاره يې برلاسي حاصله کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .