ناټو: ګډ عملیات د لنډې مودې لپاره محدود شوي

د خپريدو وخت: 06:08 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391
راسموسن

ښاغلي راسموسن وايي دغه گام يې د لنډ مهال لپاره پورته کړي دى.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وروستۍ پرېکړې ننگه کړې چې وايي له افغان ځواکونو سره به خپل گډ پوځي عمليات محدود کړي.

د دغې نوې پريکړې له مخې به افغان او ائتلافي ځواکونه يوازې پر پوځي خوځښتونو کې په گډه برخه اخلي ، خو په کوچنيو هغو کې د هغوى له سترو قومندانانو او مشرانو منښته اړينه ده .

دغه گام پر بهرنيو ځواکونو د افغان ملگرو له خوا يې د بريدونو د زياتوالي سره سم پورته شوي دي.

ښاغلي راسموسن وايي دغه گام يې د لنډ مهال لپاره پورته کړي دى:

''زموږ تگلاره په خپل ځاى ده ، ما له جنرال جان الن سره د هغو تدبيرونو پر سر خبرې وکړې چې له مخې يې زموږ د ځواکونو ژوند خوندي کېږي، دغه څه اوسني حالت ته په کتو د احتياط لپاره کيږي، موږ تل ويلي چې د خپلو ځواکونو د خوندي کولو لپاره هر اړين گام بايد پورته کړو.''

پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو په یونیفورم کې د پوځيانو لوري یوازې په تېر اګست کې ۱۵ بهرنیان وژل شوي.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو بریدونه

  • ۲۰۰۷- ۲ بریدونه، ۲ ایساف پوځيان ووژل شول
  • ۲۰۰۸- ۲ بریدونه، ۲ ووژل شول
  • ۲۰۰۹- ۶ بریدونه، ۱۰ ووژل شول
  • ۲۰۱۰- ۶ بریدونه، ۲۰ ووژل شول
  • ۲۰۱۱- ۲۱ بریدونه، ۳۵ ووژل شول
  • ۲۰۱۲- (تر اوسه)- ۳۶ بریدونه، ۵۱ ووژل شول

سرچینه: نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ایساف)

او دروان کال له پیله تر اوسه بیا ۵۱ بهرنیان د افغانانو له لوري په مخامخ ډزو وژل شوي.

په ۲۰۰۸ کې، په دا ډول بریدونو کې یوازې د ایساف دوه سرتېري وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې په امریکا کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د سپکوونکي فلم تر خپرېدا او مظاهرو وروسته افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

اوس د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن ویلي، ایساف او افغان ځواکونه "به خپلو ګډو عملیاتو ته دوام ورکوي."

د ناټو خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې دغه ګډ عملیات د لنډې مودې لپاره درول شوي چې اوسني حالات په کې وارزول شي.

"موږ تل ویلي دي چې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره موږ هر ډول ضروري ګام اخیستل مهم ګڼو، چې دا کار مو اوس هم وکړ."

"غواړم روښانه کړم چې موږ پر خپلې تګلارې ته ژمن یو. او موږ خپلې هغې ژمنې ته هم وفاداره یو چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغانان پخپله د خپل امنیت نیولو جوګه شي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .