ننګرهار پوهنتون د امریکا ضد لاریون وکړ

د خپريدو وخت: 08:19 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

لاریون کوونکو د اوباما نانځکې او امریکا بیرغ ته اور ورته کړ.

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار پوهنتونو تر زرو زياتو محصلینو د اسلام دپيغمبر د جوړ شوي فلم پروړاندې پوهنتون کې لاريون وکړ .

لاريون کوونکو پر امريکا، او د ياد فلم پر جوړوونکي د مرګ چیغې وهلې.

دوی د امریکايي ولسمشر بارک اوباما او د فلم جوړوونکي نانځکو او د امریکا بیرغ ته اور ورته کړ.

لاريون کوونکو نړيوالې محکمې ته د فلم جوړوونکي د کشولو غوښتنه کوله.

دوی دا هم ويل چې اسلامي هېوادونه دې د امريکا پرضد جهاد اعلان کړي.

دغه راز يې له افغانستان نه د بهرنيانو د وتلو خبره هم کوله چې د لاريون کوونکو په وينا ژر تر ژره دې له دغه هېواده ووځي.

مظاهره کوونکو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ژر وتلو چیغې وهلې.

لاريون کوونکو نژدې دوه ساعته د کابل- جلال اباد لويه لاره دترافيکو پر مخ بنده وساتله.

پوليسو کلک امنيتي تدابير نيولي وو او لاريون له کوم تاوتريخوالي پرته پاى ته ورسېده.

د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوي د جوړ شوي فلم پر وړاندې پر نورې اسلامي نړۍ سربېره، په افغانستان کې هم پراخه لاريونونه وشول.

دوه ورځې وړاندې په کابل کې همدې پېښې ته په غبرګون کې په شوي لاريون کې تر شلو زيات پوليس ټپيان شول.

د کابل او هرات پوهنتونونو سلګونه زده کوونکو څو ورځې مخکې د یوه لاریون پرمهال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د لاریونونو دا لړۍ له لیبیا پل شوه، چې په ترڅ کې یې وسله والو قهرېدلو د امریکا سفیر هم وواژه.

بیا دا لړۍ مصر او ځینو نورو هېوادونو او ان اذربایجان او ځینو اروپايي هېوادونو ته وغځېده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .