د عدالت نړیواله شبکه وايي امریکا خپله قانون ماتوي

د خپريدو وخت: 13:56 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391
bagram

د عدالت د نړیوالې شبکې په وینا، افغان حکومت د بګرام زندان د مسوولیت په اخېستو سره خپله ملي واکمني کره کړه.

د عدالت نړیواله شبکه، په افغانستان کې د هغوی په وینا د امریکا د یو ناقانونه زندان یانې د بګرام زندان د تړل کیدو هرکلی کوي.

د دغې شبکې اجراییوي مشره وايي، امریکا د زندانیانو د شکنجه کولو او د هغوی لپاره عدالت ته د لاسرسي زمینې د نه برابرولو له امله د بشري حقونو ماتونکی هېواد دی.

د دغې شبکې مرکز په نیویارک کې دی، چې بشري حقونو او عدالت ته د زندانیانو د لاسرسي په برخه کې کار کوي.

اوس مهال د دغې شبکې یو شمېر غړي د بګرام د زندانیانو مدافع وکیلان هم دي.

د عدالت د نړیوالې شبکې په وینا، افغان حکومت د بګرام زندان د مسوولیت په اخیستو سره خپله ملي واکمني کره کړه او د دوی په باور د امریکا یو ناقانونه زندان یې وتاړه.

د دغې شبکې مشرې تینا فوسټر په یوې خبري غونډه کې وویل" امریکا په بګرام زندان کې بندیانو ته عدالت د لاسرسي زمینه نه برابروي، بشري حقونه یې تر پښو لاندې کوي او ډول ډول شکنجې ورکوي."

اغلی فوسټر د امریکایانو له خوا د بګرام په زندان کې د بشري حقونو په نه پلي کېدو نیوکه وکړه.

"په تېرو کلونو کې د امریکا متحده ایلاتوپه ډېرو برخو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او زه د یوې امریکايۍ په توګه خجله یم چې هېواد مې د بشري حقونو ماتونکی دی. موږ له ۲۰۰۶ کال راهیسې په بګرام او ګوانتانامو زندانونو کې د بندیانو پر وړاندې د امریکا د حکومت پر ناقانونه چلند نیوکې کوو او هڅه کوو چې زندانیان عدالت ته لاسرسی پیدا کړي، خو د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش او اوسنی بارک اوباما دې کار ته اجازه نه ورکوي. په بګرام زندان کې ډېر داسې کسان بندیان دي چې پرته له شواهدو نیول شوي او په هیڅ ډول جرم تورن نه دي."

"په بګرام زندان کې ډېر داسې کسان بندیان دي چې پرته له شواهدو نیول شوي او په هیڅ ډول جرم تورن نه دي."

ټینا فوسټر

دغه راز د امریکا د نیویارک سټي پوهنتون استاد او په بګرام کې د یوه بهرني بندي مدافع وکیل رمزي قاسم چې په دې خبري غونډه کې خبرې کولې وویل: "امریکا تر ۵۰ډېر بهرني وګړي په بهرنیو هېوادونو کې نیولي او په افغانستان کې یې په خپل ناقانونه زندان کې بندیان کړي دي".

"د افغان حکومت سره مو د دغو بهرنیو زندانیانو په اړه خبرې کړي او افغان حکومت عدالت ته د یادو بندیانو د لاسرسي پلوي دی. افغان حکومت له موږ سره ژمنه کړې، چې په بګرام زندان کې د شته ټولو افغان بندیانو لپاره به عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره کړي."

له ډېرو هڅو سره سره بي بي سي په دې ونه توانېده چې د بګرام د زندان په اړه د یادې شبکې د څرګندونو په غبرګون کې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو نظر هم ترلاسه کړي.

د بګرام زندان چې په دا وروستیو کې د پروان زندان په نوم هم نومول شوی، نژدې دوه اوونۍ وړاندې له شاوخوا درې زره بندیانو سره افغان حکومت ته وسپارل شو خو د دغه زندان تر ۶۰۰ ډیر بندیان چې یو شمېر یې بهرنیان دي لا هم د امریکایانو په بند کې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .