د امریکا ۳۳ زره سرتېري له افغانستانه وتلي دي

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391
us troops

افغانستان ته د دغو اضافي عسکرو د استولو هدف دا وچې طالبان په شا وتمبوي او له بهرنيانو نه افغان ځواکونو ته د امنيتي واګو د اخيستو لپاره لاره هواره کړي.

هغه ۳۳زره اضافي امریکايي عسکر چې ولسمشر اوباما درې کاله وړاندې افغانستان ته استولي وو، له دغه هېواده بېرته اېستل شوي دي.

افغانستان ته د دغو اضافي عسکرو د استولو هدف دا وچې طالبان په شا وتمبوي او له بهرنيانو نه افغان ځواکونو ته د امنيتي واګو د اخيستو لپاره لاره هواره کړي.

همدا اوس په افغانستان کې نژدې اویا زره امریکايي سرتېري او پوځي پرسونل دېره دي، چېرې چې ناټو قومندانان په خپلو سرتېرو د افغان پوځیانو او پولیسو له مرګوني بریدونو سره مخ دي.

په افغانستان کې پر ناټو سرتېرو د خپلو افغان ملګرو له خوا له خونړیو بریدونو وروسته ناټو چارواکو پرېکړه وکړه، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به ګډ پوځي عملیات محدود کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د هغې وروستۍ پرېکړې ننګه وکړه چې وايي له افغان ځواکونو سره به خپل گډ پوځي عمليات محدود کړي

د دغې پريکړې له مخې به افغان او ائتلافي ځواکونه يوازې پر لویو پوځي خوځښتونو کې په گډه برخه اخلي. د ښاغلي راسموسن په وینا دغه گام يې د لنډ مهال لپاره پورته کړي دى.

محتاط غبرګون

بل لور ته په افغانستان کې د هغې وېډیو په غبرګون کې مظاهرې وشوې، چې په امریکا کې جوړه شوې او په کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی شوی. په دې مظاهرو کې تاو تریخوالی هم تر سترګو شو.

په همدې اړه دسوله ساتو ځواکونو( ایساف) ګډ مرکز هم له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو د محدودولو اړوند په افغانستان کې د ننه او بهر له دې نه د یوه لامل په توګه یادونه وکړه.

"موږ په افغانستان کې خپل هدف او ستراتیژي په پام کې لرو"

جارج لیټل

دایساف چارواکو په خبره، د دې مانا دا نه ده چې له دې کچې ټيټ عملیات به نه تر سره کېږي، بلکې د لویو قومندانانو له تاييد وروسته به د دې لپاره د اړتیا حالت ته په کتو ارزول کېږي.

بل لور ته د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په دې اړه وویل، چې دغه ګام باید د اوسنیو حالاتو په اړه له یوه محتاط غبرګون پرته بل څه ونه بلل شي. د ویندوی جارج لیټل په خبره ''موږ په افغانستان کې خپل هدف او ستراتیژي په پام کې لرو.''

څلور امریکايي او دوه برتانوي پوځیان په دا وروستیو کې د افغان پوځیانو له خوا ووژل شول او له دې سره د روان کال د اګست د میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې ۵۱ ناټو سرتېري د افغان پوځیانو له خوا ووژل شول.

د سږ کال په اوږدو کې له هرو پنځو تنو وژل شویو برتانوي پوځیانو څخه یو يې د وسله والو مخالفانو پر ځای د افغان پوځیانو او یا پولیسو له لوري وژل شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .