"نژدې را تلونکي کې به نور والیان هم بدل شي"

د خپريدو وخت: 17:47 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ وايي د دغې ارزونې له مخې واليان پر دريو پوړونو ويشل شوي دي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو اداره وايي چې په نژدې ورځو کې به د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه واليان نورو ولايتونو ته بدل شي او يا به هم له دندو گوښه کړل شي.

د ياد شوي بنسټ چارواکي وايي چې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ يې ارزونکې ډلې ټولو ولايتونو ته استولې وې چې هلته يې له بېلو حکومتي او نا حکومتي بنسټونو او ولسي وگړو سره د واليانو د کړنو او چلند په اړه خبرې اترې کړې دي.

د سیمه ییزو ارگانونو د بنسټ وياند بشير بهرام بي بي سي ته وويل چې د واليانو درغيلو او نورو تشو راپور يې ولسمشر ته سپارلی چې پر بنسټ به يې په نژدې راتلونکي کې گام واخیستل شي.

د ۴۰ سلنه واليانو د بدلون يا ايسته کولو خبره داسې مهال کيږي چې څو ورځې مخکې شپږ واليان پر کورونو کينول شول او څلور نورو له خپلو ولايتونو نورو ته بدل کړل شول.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ وايي چې د ولسمشر د ۴۵فرمان پر بنسټ يې د افغانستان د ټولو واليانو د کار، چلند او کړنو ارزونه تر سره کړې ده.

د ياد شوي بنسټ وياند بشیر بهرام بي بي سي ته وويل د دوى ارزونې جوتوي چې ښايې په څو راتلونکو ورځو کې ۴۰ سلنه واليان له خپلو ولايتونو نورو ته واستول شي او يا هم له دندو گوښه کړل شي.

ښاغلي بهرام ډا ډه دی چې گواکې ارزونې يې کره او باوري دي ځکه چې وايې د دې موخې لپاره يې ولايتونو ته ارزونکې ډلې استولې ولې وې.

نوموړى وايي چې ارزونکو يوازې له واليانو سره خبرې نه دي کړي بلکې له حکومتي او نا حکومتي بنسټونو او ولسي وگړو سره هم خبرې اترې شوي دي.

د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ وايي د دغې ارزونې له مخې واليان پر دريو پوړونو ويشل شوي دي.

يوه ډله واليان هغه دي چې ښه کار يې کړى دى، بله ډله هغه دي چې کار يې کړى خو لږ او درېيم پوړ يې هغه واليان دي چې په اداري فساد او درغليو کې ښکېل گڼل شوي دي.

ياد شوى بنسټ وايي ولسمشر به په نژدې راتلونکي کې د دغو ټولو د برخليک پر اړه پرېکړه وکړي.

د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ د واليانو د گمارلو او گوښه کولو دنده پر غاړه لري، خو يو شمېر کارپوهان وايي دغه بنسټ د واليانو د ټاکلو او لرې کولو په برخه کې خپلواک نه دى.

ياد شوى بنسټ د واليانو د بدلون او گوښه کولو يو لامل دا په گوته کوي چې گواکې يو شمېر واليان په يوه ولايت کې ان تر دريو يا څلورو کلونو پورې پاتې شوې دي چې بايد بدل شي.

خلک هم د يو شمېر واليانو په اړه وايي چې ان له يوې لسيزې راهيسې په يو شمېر ولايتونو واکمن دي.

تر دې چې يو شمېر خلک خو لا دا وايي چې په پلازمېنه کې لوړپوړي حکومتي چارواکي دا واليان نه بدلوي او يا يې هم د بدلولو توان نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .