کرزی په م م کې د توغندو خبر یادوي

د خپريدو وخت: 16:51 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

تېره اوونۍ افغانستان د دغو بريدونو په اړه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته هم يوه شکايت پاڼه سپارلې وه.

افغان ولسمشر حامد کرزى د ملگرو ملتونو په ۶۷ عمومي غونډه کې د گډون په موخه له کابله د امريکا د نيويارک ښار پۀ لوري لېږدېدلى دى.

په پام کې ده چې ولسمشر حامد کرزى د غونډې په څنډه کې، د پاکستان او برتانيا له چارواکو سره يوه گډه درې اړخيزه ناسته هم ولري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه ناسته کې به سر بېره پر نورو خبرو د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د توغنديزو بريدونو خبره هم راپورته کړل شي.

تېره اوونۍ افغانستان د دغو بريدونو په اړه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته هم يوه شکايت پاڼه سپارلې وه.

بله غاړه د افغانستان قضايي جوړښت او د ملي شورا دواړو جرگو له ولسمشره غوښتي چې د اسلام ضد امريکايي فلم موضوع هم د ملگرو ملتونو په غونډه کې ياده کړي.

ياد شوي بنسټونه وايي لوېديځ هېوادونه بايد پر دې وپوهول شي چې دغه راز چارې گډ نړيوال ژوند زيانمنوي.

ټاکل شوې، افغان ولسمشر حامد کرزى د سې شنبې پر ورځ (سپتمبر/۲۵) د ملگرو ملتونو د ۶۷ عمومي غونډې په ترڅ کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو موضوعاتو په اړه د خپل هېواد دريځ په ډاگه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د غونډې په څنډو کې به ولسمشر کرزى د چار شنبې پر ورځ د برتانيا او پاکستان له ورغلو مشرانو سره گډه درې اړخيزه ناسته ولري.

همدا راز په پام کې ده چې د افغانستان امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالان هم يوه بله درې اړخيزه ناسته ولري.

د ياد شوي وزارت يوۀ وياند فرامرز تمنا وويل، په دغو ناستو کې به سربېره پر نورو موضوعاتو د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د توغنديزو بريدونو خبره هم راپورته کړل شي.

"په دواړو ناستو کې به د افغانستان د امنيتي اندېښنو، د سولې د بهير د راتلونکي، د درې اړخيزو اړيکو د ټينگولو او په ځانگړي ډول د ترهگرۍ د مخنيوي په اړه خبرې اترې وشي. يوه خبره چې افغانستان به يې په دواړو ناستو کې راپورته کړي، د افغانستان پر ختيځو ولايتونو د پاکستان د توغنديزو بريدونو ناوړه اغېز دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداگريزې، اقتصادي، کلتوري او ولسي اړيکې بلکې ټول ډگرونه زيانمولى شي. بله دا چې ښايي د افغانستان د سولې او جوجاړي پر بهير هم ناوړه اغېز وکړي".

د افغانستان بهرنيو چارو وزير تېره اوونۍ د پاکستان د توغنديزو بريدونو په اړه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته هم يوه شکايت پاڼه سپارلې ده.

پاکستان له شاوخوا يو نيم کال راهيسې د افغانستان ختيځ ولايتونه په توپونو او توغنديو ولي چې سربېره پر مالي او ځاني زيانونو يې په ټول افغانستان کې د حکومت او ولس احساسات پارولي دي دي.

بله غاړه مخکې تر دې چې ولسمشر حامد کرزى د نيويارک په لوري روان شي د افغانستان قاضي القضات عبد السلام عظميي، د ولسي جرگې مشر عبد الروف ابراهيمې او د مشرانو جرگې مشر فضل هادي مسلميار ورسره وکتل او ترې و يې غوښتل چې د اسلام ضد امريکايي فلم خبره هم د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې راپورته کړي او لوېدیځ هېوادونه د دغه راز چارو مخنيوي ته ور وبولي.

د يادو شويو بنسټونو مشرانو ولسمشر حامد کرزي ته ويلي لوېديځوال دې وپوهوي چې دغه راز چارې گډ نړيوال ژوند زيانمنوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .