افغان حکومت له چین سره د واخان بندر پر پرانیستنې هوکړه کړې

د خپريدو وخت: 16:12 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

د روان لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې ولسمشر حامد کرزي چين ته سفر کړى و او له چينايي چارواکيو سره يې د ستراتيژيک سند او يو شمير نورو تړونونو په اړه هم خبرې کړې وې

افغان حکومت وايي له چين سره يې د واخان بندر پر پرانيستنې هوکړه کړې چې له دغې پولې نه به افغانستان ته د چين او ځينو نورو هېوادونو واردېدونکي توکي راوړل کيږي.

افغان چارواکي وايي د دغه بندر له پرانيستنې سره که له يوې خوا افغان سوداگرو ته زياته گټه رسيږي، نو له بله پلوه به تر ډېره افغانستان د گاونډيو هېوادونو له هغه احتياجه وژغورل شي چې دا مهال پرې چينايي مالونه کابل او نورو لويو ښارونو ته لېږدول کيږي.

دا مهال افغانستان ته چينايي او د سوېلي کوريا توکي د پاکستان د کراچۍ او ايران د چاه بهار بندره له لارې راوړل کيږي چې ډېر ځله د دغو هېوادونو له خوا ورته زياتې ستونزې هم را ولاړيږي.

افغان چارواکي وايي د دغه نوي سوداګريز بندر په پرانيستې ورسره چينايي سيالان يوه خوله وو او دوى ډاډمن دي چې ډېر ژر به د دغه بندر لپاره د لارو او سړکونو په جوړولو کار پيل کړي.

د افغان ولسمشر اقتصادي سلاکار شام لعل پتيجا بي بي سي ته وويل: "افغانستان هيله من دى چې د دغه بندر له پرانيستل کېدو سره په سوداگريزو چارو کې د پام وړ بدلون راشي."

هر کال له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو د وارداتو پرسر د افغانستان ناندرې را دبره کيږي.

تېر کال ايراني لوري د افغان سوداگرو سلگونه هغه ټانکرونه په خپله خاوره کې درولي وو چې د ژمي په سړه هوا کې يې د خلکو لپاره د اړتيا وړ سونگ توکي لېږدول.

د ايراني چارواکو دليل دا و چې گواکې دغه نفتي مواد په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته لېږدول کيږي.

دا رنگه د بل گاونډي پاکستان سره يې لا اوس هم تاويلې ما ويلې روانې دي چې ډېر ځله د افغان سوداگرو وارد شوي توکي په خپلو بندرونو کې ساتي او ډېر ځله يې هغه خوراکي توکي هم ايسار کړي چې خوسا کېدو ته نژدې شوي وي.

افغان سوداگر هم وايي که چېرته له چين سره د واخان بندر پرانيستل شي نه يوازې دا چې دوى ته به ډېره گټوره پريوځي بلکې د دوى په وينا د سيمې هېوادونو ته يې هم گټې بې شمېره دي.

که څه هم تر دې مهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ د واخان بندر پر سر خبرې اترې تش د کاغذ پر مخ دي خو افغان چارواکي وايي دواړو غاړو هوډ څرگند کړى چې د جوړولو لپاره به يې ژر تر ژره عملي گامونه هم پورته شي.

دا هم نه ده څرګنده شوې چې د دغه بندر د پرانیستلو چاره به کله پیلېږي او لګښت به یې څوک پرې کوي.

ننګونې

واخان یوه غرنۍ سيمه ده او د ګاډو او لاریو تګ راتګ پرې اسانه چاره نه ده. د دې ترڅنګ بله ننگونه دا ده چې له واخانه ټولې تېرېدونکي لارې په کال کې شپږ مياشتې په واورو پوښل شوي وي اوس نو پوښتنه دا ده چې دغه توکي به د ژمي په موسم کې څنگه او په کومه لاره راوړل کيږي؟

که څه هم افغان لوري تر اوسه دې پوښتنې ته ځواب نه دى ويلى خو د روان لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې ولسمشر حامد کرزي چين ته سفر کړى و او له چينايي چارواکيو سره يې د ستراتيژيک سند او يو شمېر نورو تړونونو په اړه هم خبرې کړې وې چې ښايي د واخان د بندر پر سر يې هم په همغې لومړۍ ليدنې کتنې کې هوکړه کړې وي.

د چین پانګونه

چين يو له هغو هېوادونو دى چې له افغانستان سره پياوړي سوداګريزې اړېکې لري او دغه هېواد په افغانستان کې د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت پانګونه هم کړې ده.
دا رنگه دغه هېواد له افغانستان سره څه د پاسه ٧٠ کيلو متره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورېښمو په نوم يوه لرغونې ټرانزيټي لاره هم شته چې اوس يې يوازې نوم پاتې دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .