نی: زموږ وړاندیزونو ته پام نه دی شوی.

د خپريدو وخت: 12:41 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391
afg_media

د نی بنسټ غوښتنه کوي چې د رسنیو د عالي شورا په جوړښت کې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شامل نه وي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړه اداره نی وايي، د رسنیو د قانون په نوې طرحه کې د دوی له خوا راټولو شويو یو شمېر وړاندیزونو ته پام نه دی شوی.

د دغه بنسټ په وینا دوی د رسنیو د قانون د طرحې په اړه د ډېرو خبریالانو نظرونه راغونډ کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات ته یې وړاندې کړي وو، چې باید د قانون په نوې طرحه کې وځای کړل شوي وای.

د نی بنسټ دغه راز غوښتنه کوي چې د رسنیو د عالي شورا په جوړښت کې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شامل نه وي او د دغې شورا د مشر د ټاکل کیدو څرنګوالی هم باید د قانون په طرحه کې راوړل شي.

د افغانستان د رسنیو د قانون نوې مسوده له دوو کلونو راهیسې د بیلابیلو بنسټونو ترمنځ لاس په لاس کیږي خو لاهم نه دی تصویب شوي.

د دغه قانون طرحه څه موده وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د رسنیو او د رسنیو د ملاتړو اداراو په واک کې ورکړل شوه چې په اړه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. خو اوس د خپلوااکو رسنیو ملاتړې اداره نی وايي، د دوی له خوا راټول شوي ډیری وړاندیزونه په یادې طرحه کې ندي راوړل شوي.

د نی ټولنې د رسنیو د څار مسوول صدیق الله توحیدي وايي، د رسنیو قانون د نوې طرحې له مخې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون یو خپلواک او تخصصي کمیسیون نه دی.

دی وايي په دغه طرحه کې زمونږ له وړاندیزونو سره سره انټرنټ او دولتي رسنۍ نه دي تعریف شوې، نا څرګندې او ګونګې کلمې نه دي لرې شوې او هغه موارد چې خپرولو ته یې اجازه نه شته، په سمه توګه نه دي روښانه شوي.

"د رسنیو قانون د نوې طرحې له مخې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون یو خپلواک او تخصصي کمیسیون نه دی. "

صدیق الله توحیدي

ښاغلي توحیدي وویل، د رسنیو د سرغړونو لپاره باید ځانګړی قانون وي او د جزا د قانون له مخې باید له خبریالانو سره معامله ونه شي.

نوموړي دغه راز وویل چې د خبریالانو سره د هغوی د ادرو له خوا د دوه اړخیز تړون موضوع، د آرشیف د مودې لږول، د خبریالانو له خوا د هغوی د سرچینو خوندي ساتل او د کار پر مهال د خبریالانو بیمه هغه څه دي چې د دوی له وړاندیز سره سم د رسنیو د قانون په نوې طرحې کې راوړل شوي دي.

بل خوا بیا یو شمیر خبریالان وايي که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د قانون په طرحه کې د خبریالانو وړاندیزونو ته پام ونه کړي، نو دا به په عملي ډګر کې ژورنالستانو ته ستونزې جوړې کړي.

سره له دې چې افغان حکومت په تېرو لسو کلونو کې د بیان ازادۍ د خپلو سترو لاس ته راوړنو څخه یوه بولي، خو د رسنیو د ملاتړو ادارو څرګندونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دولت د بیان له ازادۍ نه لازم ملاتړ نه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .